هند غواړي د افغان نساجۍ د صنعت په وده کې ونډه واخلي

د نساجۍ صنعت د جګړو له کلونو مخکې په افغانستان کې په ګڼو ولایتونو کې موجود وو

په افغانستان کې د تیرو څه دپاسه درې لسیزو جگړو دمخه په ګڼو ولایتونو کې د نساجۍ صنعت رواج و، او ددې صنعت پراخې تصدۍ موجودې وې. خو د جګړو په کلونو کې د نساجۍ صنعت ته سخت زیان ورسید. فابرېکې او ماشینري یې ویجاړه شوه چې دا مهال په دې هیواد کې د نساجۍ صنعت په بشپړه توګه په ټپه ولاړ دی.

اوس هند غواړي د افغانستان لرغونې نساجي ورغوي. د چهارشنبې په ورځ د هند سفیر او د افغانستان د سوداګرۍ وزارت یو تړون لاسلیک کړ چې د افغانستان خصوصي سکټور ته زمینه برابره شي، ترڅو د نساجي د صنعت په برخه کې د افغان صنعتکارانو او د هندي منسوجاتو د تولیدونکو ترمنځ اړیکې ټینگې شي.

په افغانستان کې د نساجۍ صنعت اوس په ټپه ولاړ دی.

دا تړون د سوداګرۍ وزارت سرپرست مزمل شینواري او د هند سفیر امر سینها، لاسلیک کړ.

ښاغلي شینواري وویل پدې تړون کې د نساجۍ په برخه کې د هند تخنیکي مرستې هم شاملې دي « افغانستان څلوېښت کاله وړاندې د نساجۍ ښه تولید لاره، او هغه مهال هم هند د افغانستان د نساجۍ له صنعت سره مرسته کړې وه.»

هغه د افغانستان سره د هند د تجربو د شریکولو یادونه هم وکړه.

په افغانستان کې د هند سفیر، امر سینها بیا پدې ډگر کې د پرمختگ په هکله خوشبیني څرگنده کړه او وویل «دا تړون د تجربو د شریکولو لپاره دی، مونږ به دا صنعت پیاوړی کړو، مونږ پوهیږو افغانستان یو وخت د نساجۍ ښه صنعت درلود.»

دم ګړۍ په افغانستان کې د نساجۍ صنعت په ټپه ولاړ دی. په تېرو دیارلسو کلونو کې ددې صنعت ودې ته پام ندی شوی، د خصوصي سکټور توجه هم ورته کمه وه، پدې موده کې یوازې په ننګرهار کې د نساجۍ یوه فابریکه وه، خو په همدې کلونو کې د افغانستان د کشمیرې تولید ته څه نا څه پام شوی دی.

په هرات کې د کشمېرې د تولید او پروسس فابریکه فعاله ده چې د هرات کشمیره ښه نوم لري. عبدالبصیر هوتک چې د کشمیرې د پروسس مؤسس دی وايي، دوی پنځه ملیونه ډالره پانګونه کړې او د هرات ترڅنګ یې په فیض اباد کې هم فابریکې تاسیس کړي دي.

هغه وویل «افغان صنعتکاران د هند د وروستیو مرستو نه خوښي ښيي، دوی وايي هند که وغواړي د افغانستان په نساجۍ کې ډېره مرسته کولی شي».

د خصوصي سکټور توجه هم د نساجۍ صنعت ته کمه وه

د افغانستان د صنایعو د عمومي ټولنې مرستیال عبدالرحیم فیضان وايي افغان حکومت د نساجۍ پخوانۍ تصدۍ منحل کړې او د ازاد بازار له لارې هم دا تصدۍ احیا نه شوې.

هغه زیاته کړه «په محلي کچه لا هم دودیزه نساجي ژوندۍ ده، خو دا هومره نده چې په لویه کچه پدې صنعت تاثیر ولري.»

د کابل ښار د منډۍ په بازار کې د منسوجاتو پلورونکي وايي، مارکیټ کې افغان نساجي نشته او په بهرنۍ نساجۍ مارکیټ ولاړ دی.

افغانستان د خامو منسوجاتو له پلوه غني هیواد ګڼل کیږي او په دې هیواد کې په تولیدي صنعت باندې د خامو موادو اوښتو ته افغانان سترگې په لار دي.