افغان کرکټ لوبغاړي له هالنډ سره د سیالیو لپاره قطر ته ولاړل

د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي له هالنډ سره د دریو یوې ورځنیو سیالیو لپاره قطر ته ولاړه.

د افغانستان کرکټ بورډ نن دوشنبه جنورۍ درېیمه (مرغومې ۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلې: "افغان ملي لوبډله له نېدرلنډ (هالنډ) سره د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره قطر ته روانه شوه چې هلته به د دوو اونیو تمریناتو وروسته د یاد هېواد پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې وکړي."

د بورډ په وینا دغه سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې له ۲۱ نېټې څخه تر ۲۵ نېټې پورې د قطر په ایشین کرکټ لوبغالي کې کیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف د افغان لوبډلې د رخصتېدو پرمهال ویلي چې ډير ژر به د افغان لوبډلې لپاره بهرني روزونکي هم ونیول شي: "په لنډ وخت کې به بهرني روزونکي هم وګمارو، شک نشته چې پخواني لوبغاړي ډېره تجربه لري؛ خو د ځوان لوبغاړو حق به هم نه خوړل کېږي، بلکې حق به حقدار ته سپارل کېږي. دا دی په اوسنۍ لوبډله کې هم ډېر ځوان لوبغاړي شته."

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایئه ریئس نصیب خان ځدراڼ له هالنډ سره د راتلونکې سیالۍ د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالیو ته لارموندنه کې مهمې بللې دي.

افغان لوبډله د یادو سیالیو تر پیلېدو مخکې په قطر کې د دوو اونیو لپاره تمرینات کوي.

د افغانستان د ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي هم ویلي چې د هالنډ سره لوبې اسانه نه ګڼي او په وینا یې باید پوره چمتووالی ورته ونیول شي.