د هغې تخارۍ نه یې واورئ چې په عام محضر کې ووهل شوه

د تخار د چاه اب په ولسوالۍ کې درې میاشتې وړاندې یوه ښځه چې په چادري کې پټه ده د عامو خلکو او د کورنۍ د غړو له خوا په لښتو وهل کیږي.

ددغو وهلو ویډیو څو ورځې وړاندې په اجتماعي رسنیو کې غوغا کوي او د تخار ولایت پولیس په دې توانیږي چې دغه خلک چې ثریا یې وهلې ونیسي.

ثریا اوس د تالقان ښار د امن په کور کې ده، هغه وايي چې له خاوند سره یې د کورنۍ په خوښه واده کړی او په تیرو څلور کلنو کې چې له میړه سره یې یو ځای تیر کړی هیڅ مشکل نه درلوده، او تر اوسه اولاد نه لري.

Your browser doesn’t support HTML5

ثریا