د امریکا بي-۵۲ الوتکې قطر ته ورسیدلې

د امریکا د متحده ایالاتو هوایي ځواکونه وایي، بي-٥٢ بمبارد الوتکې چې ټاکل شوې د ایران "د احتمالي گواښ د شنډولو" لپاره د فارس خلیج ته ولیږل شي په قطر کې د امریکا هوایي اډې ته رسیدلي دي.

هغه تصویرونه چې د امریکا د هوایي ځواکونو له لورې خپاره شوي د العدید هوایي اډې ته د پنجشنبې په شپه ددغو الوتکو رسیدل په ډاگه کوي.

د امریکا د هوایي ځواکونو په وینا دغه ډول نورې الوتکې هم "د اسیا په جنوب لویدیځ کې" په یو ناڅرگند ځای کې کښته شوي دي.

که څه هم چې ددغو الوتکو د ښکته کیدو ځای ندی اعلان شوی، خو د امریکا هوایي ځواکونو پخوا په قطر او عربي متحده اماراتو کې خپلو هوایي اډو ته د "اسیا د جنوب لویدیځ" خطاب کړی دی.

سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران گواښونو په غبرگون کې د "ابراهام لیکن" الوتکې لیږدونکې بېړۍ د فارس خلیج ته استوي.

د جمهور رئیس ټرمپ ادارې د هغه څه په اړه جزییات ندي څرگند کړي چې د "ایران گواښ" یې گڼلی دی.

پدې ترڅ کې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې په خپلو خبرو کې د ایران په مشرانو غږ وکړ چې د هغه سره دې خبرو ته کیني خو د دواړو ملکونو ترمنځ یې د جنگ امکان هم رد نه کړ.

خو نن د جمعې په ورځ د ایران د تسنیم خبري اژانس د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د یو لوړپوړي قوماندان جنرال یادوالله جواني له خولې ویلي چې هیواد به یې "د امریکا سره مذاکرات ونکړي".

د چهارشنبې په ورځ ایران اعلان وکړ چې د نړیوالې ټولنې سره د ایران د اټومي ټرون په هکله خپلې ژمنې راکموي او خبرداری یې ورکړ چې که د ٦٠ ورځو په ترڅ کې ۶۰ د نړۍ ځواکمن هیوادونه په نویو اټومي شرایطو نتیجې ته ونه رسیږي ایران به د یورانیمو د غني کولو کار بیرته پیل کړي.

د ایران له لورې دغه مودې ټاکنه تیره ورځ د اروپایي اتحادیې له خوا رد شوه.