افغانستان کې د 'کابل نیوز خصوصي تلوېزیون' نشرات بند شول

عکس: ارشیف

په افغانستان کې د «کابل نیوز» په نوم خصوصي تلویزیون د ځینو ستونزو له امله د خپلو خپرونو بندېدو خبر ورکړ.

د کابل نیوز تلویزیون د « خبرونو مدېر» منصور نېکمل د سې شنبې په ورځ نومبر لومړۍ (لړم لسمه) امریکا غږ ته وویل چې د یاد تلویزیون نشرات د ځينو ستونزو له مله بند شوي دي.

ښاغلي نېکمل که څه هم د یادو ستونزو په اړه نور معلومات ورنکړل، خو نوموړي تمه وښودله چې دغه ستونزه لنډ مهاله وي.

د کابل نیوز تلویزیون د « خبرونو مدیر» منصور نېکمل وویل: " کابل نیوز د یو لړ ستونزو له امله خپل نشرات بند کړل، تمه سته چې دغه بندېدل لنډ مهاله وي، په ټولنیزو رسنیو کې به د کابل نیوز فعالیت جریان لري."

که څه هم نوموړي د کابل نیوز تلویزېون د نشراتو بندېدو د لامل په اړه نور معلومات ورنکړل، خو د دغه تلوزیون یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل چې د کابل نیوز تلویزیون نشرات د «زیاتو فشارونو» له امله بند شوي. خو دا یې ونه ویل چې دا فشارونه د چا لخوا و.

کابل نیوز تلویزیون چې ویل کیږي د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د دفتر د رئیس کریم خرم و، شاوخوا یوولس کاله مخکې نشرات پيل کړي و.

دا په داسي حال کې ده چې د ازادو خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په تېر یوه کال کې په دغه هیواد کې طالبانو تر حاکمیت وروسته د اقتصادي ستونزو له امله د لسګونو خصوصي رسنیو د بندېدو خبر ور کړو.

د افغانستان د ازادو خبریالانو مرکز د اګست ۲۳ (وږي لومړۍ) پخپل راپور کې ویلي و چې په تیر یو کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو څخه تقریباً نیمايي خپل فعالیتونه بند کړي دي.

دغه بنسټ اقتصادي ستونزې، محدودیتونه او بهر ته د سلګونو خبریالانو وتل د یادو رسنیو د بندېدو له اصلي لاملونو څخه یاد کړي و.

تر دې مخکې د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي و چې په تیر شاوخوا یو کال کې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې ۲۱۹ چاپي، غږیزي او انځوریزې رسنۍ بندې شوي دي.

د ازادو خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په افغانستان کې د رسنیو بندېدو او خبریالانو په وړاندې دتاوتریخوالي په اړه هم اندېښنې ښودلې وې.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخوا تر دې مخکې ویلي و چې حکومت یې د بيان آزادۍ ته ژمن دی او زیاته کړې وه چې د رسنيو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه یې هڅې روانې کړي دي.