د امریکا د سفارت شارژدافیره: افغانستان کې معلولې ښځې له لویو ستونزو سره مخ دي

عکس(اشیف)

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژافیرې له یو شمېر معلولو افغان مېرمنو سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې دغه افغان مېرمنې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

کرن ډيکر د دوشنبې په ورځ ډسمبر پنځمه (لېندۍ ۱۴) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې اوس مهال په افغانستان کې معلولې مېرمنې له پامه غورځول شوي دي.

اغلې ډیکر زیاته کړې: "هغوی (معلولې ښځې) د داسې سیستم لخوا له پامه غورځول کیږي هغوی ته باید په ځانګړو مرستو کې لومړیتوب ورکړل شي. هغوی ښایسته او پیاوړي انسانان دي."

تر دا مهاله په افغانستان کې د معلولو کسانو کره شمېر معلوم نه دی، خو په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ ادارې (اوچا) دوې ورځې مخکې وویل چې د اټکل له مخې د افغانستان ۱۵ میلیونه وګړي په معلولیت کې ژوند کوي.

اوچا د ډسمبر درېیمه (لېندۍ ۱۳) د معلولیت نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاد کسان په نامتناسب ډول د بحران له اغېزو سره مخامخ دي او لومړنیو مرستو ته د لاس رسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې ټینګار کړی و چې له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې باید معلولیت لرونکو وګړو ته هم لومړیتوب ورکړل شي.

پر همدې مهال په کابل ښار کې یو شمېر معلولې مېرمنې وايي چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو له امله پر افغان معلولو مېرمنو محدودیتونه زیاته شوي چې له امله یې له ستونزو سره مخ شوي دي.

عایشه (مستعار نوم) چې په خبره یې له څه باندې دوو لسیزو راپدېخوا په معلولیت کې ژوند کوي، امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو حکومت د تیر یو کال راپدېخوا هغوی ته د معلولیت حقوق نه دي ورکړي چې له امله یې له زیاتو ستونزو سره مخ شوې ده.

دغه معلولې مېرمنې وویل چې د ماین چاودنې له امله یې دوې سترګې له لاسه ورکړي او اوس مهال د کابل ښار یوه څنډه کې فقر کوي.

نوموړې زیاته کړه: "په تیر حکومت کې یو څه راکول چې تر یوه حده مو ستونزې پرې هوارېدلې، خو اسلامي امارت زموږ حقوق هیڅ نه دي راکړي او مجبوره یم چې د خپلو ماشومانو لپاره د ډوډۍ پیدا کولو لپاره فقر وکړم."

په افغانستان کې د ښځینه معلولینو د ستونزو په اړه پر داسې مهال اندېښنه ښودل کیږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وویل چې د څه باندې یو کال راپدېخوا یې په هیواد شاوخوا ۱۵۰زره معلولین ثبت کړي دي.

د دغه وزارت ویاند متفي فیصل د ډسمبر پر درېیمه (لېندۍ ۱۲) امریکا غږ ته وویل چې په دغه معلولینو کې د ملکي وګړو ترڅنګ د تیر حکومت نظاميان او طالبان هم شامل دي.

هغه وویل چې یاد وزارت په روان کال کې یادو ثبت شوو معلولینو ته د خپلو حقوقو ورکولو لړۍ پیل کړې چې په خبره یې شاخوا ۱۲۰زره معلولینو خپل کلني او ځينو خپل شپږم میاشتني حقوق تر لاسه کړي دي.