د ګیله من وزیر مړی د جمعې په ورځ شمالي وزیرستان کې خاورو ته سپارل کیږي

عکس: ګیله من وزیر د پي ټي ایم له مشر منظور پشتین سره

د پښتون ژغورنې غورځنګ "پي ټي ایم" د اعلان له مخې ددغه غورځنګ د مرکزي شورا غړي او د پښتو د وتلي شاعر ګیله من وزیر جنازه به د جمعې په ورځ ماسپښین سیمه ییز وخت څلور بجې د شمالي وزیرستان د رزمک سیمې په اسدخیل کلی کې خاورو ته وسپارل شي.

ګیله من وزیر د یکشنبې په ماښام جولاۍ اووم (چنګاښ ۱۷) په اسلام اباد کې د یو شمیر کسانو له خوا په یو برید کې په سر له ګزار خوړلووروسته تېره شپه د اسلام اباد په یو روغتون کې ساه ورکړې ده.

په ټولنیزو رسنیو ګیله من وزیر په مړینه په پراخه کچه غبرګونونه ښودل شوي دي او د پښتنو د حقونو لپاره د هغې د مبارزې ستاینه شوې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه اعلامیه کې ویلي چې د ګیله من وزیر جسد به نن پنجشنبه جولای ۱۱ ( چنګاښ ۲۱ ) سهار شپږ نیمې بجې له اسلام آباد څخه د یوې قافلې په شکل اخیستل کيږي او د پښتونخوا د ایالت د بېلا بېلو سیمو له تېرولو وروسته به شمالي وزیرستان ته ورسول شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، "ځای پر ځای به ولسونه د ګیله من وزیر وروستی دیدن وکړي او بیا به یې جسد د ولسي قافلې په بدرګه کې د ګیله من پلرني وطن شمالي وزیرستان اسد خيل کلي ته وړل کېږي. د ګیله من جسد وړونکې قافله به پنجشنبې د ورځې په سهار شاوخوا اته نیمې بجې اسلام اباد – پیښور په لویه لار د صوابۍ سیمې ته رسيږي، چې هلته به د سوات، مردان او صوابی ولسونه د ګیله من وروستی دیدن وکړي".

د اعلامیې له مخې د صوابی د "انټر چینج " څخه به دغه قافله د پېښور په لوري له ولسونو سره حرکت کوي او پیښور کې به د اسلام اباد پېښور د حق العبور پلازه سره ایساریږي او هلته به د نوښار، خیبر او پېښور خلک د ګیله من وروستی دیدن کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د اعلامیې له مخې تر پېښور وروسته به دغه قافله د کوهاټ په لوري خوځېږي او هلته به د آی تي پوهنتون (IT university ) مخې ته ودرېږې او بیا به د کرک په لوري حرکت کوي، د کرک او شاوخوا سیمو باندې غږ شوی دی چې ځانونه باید کرک ته ورسوي .

په کرک کې د ګیله من وزیر د وروستي دیدار نه وروسته به بیا دغه قافله د بنو لوري ته حرکت کوي او بنو کې به د بنو بکاخیل تبلغي مرکز سره خلک د ګیله من وروستی دیدن وکړي.

‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پخپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي: "جنازه به د جمعې په ورځ ماسپښین څلور بجې په اسدخیل کلی کې خاورو ته وسپارل شي".

د پي ټي اېم فعال غړي او د پښتو شاعر ګيله من وزیر باندې د اوومې جولايۍ په ماښام په اسلام اباد کې بريد شوی وؤ چې ددغه برید مقدمه د اسلام اباد په سنګجاني پوليس تاڼه کې پي ټي ایم د یو بل فعال زاکيم خان په مدعيت کې د آزاد داوړ نومې تن او هغه سره د ۱۰, ۱۲ کسانو پرضد درج کړل شوې ده.

د سنګجاني پوليس تاڼې اېس اېچ او عاشق خان په تېره ورځ د امریکاغږ ډيوه رادیو ته وويل، په مقدمه کې په ګیله من بريد کوونکی تورن تن معلوم دی، دوی یې سي سي ټي وي ريکارډنګ ترلاسه کړی، په اسلام اباد کې د دغه کس ځای او دفتر تړل شوي او دوی ته معلومات ترلاسه شوي چې هغوی د اسلام اباد نه وتلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پخپلو بیلابیلو وروستیو ویناګانو کې شکونه ښکاره کړي چې د ګیله من د وژنې تر شا د بل چا لاسونه دي.

هغه ویلي تر دې وړاندې چې څنګه عثمان کاکړ،عارف وزیر او ارمان لوڼی د سر په کومه برخه وهل شوي وو هم په هغه انداز کې په ګیله من هم وار شوی دی.

ګيله من به په ټولنيزو رسنیو د پاکستان د دولت او د پوځ په پالیسو ښکاره نيوکې کولې.

د ګيله من وزیر اصلي نوم حضرت نعيم وو، هغه د شمالي وزیرستان رزمک د اسېد خېلو اوسېدونکی وو.

نوټ: ددی راپور په ترتیبولو کې د امریکا غږ ډیوې د راپور څخه کار اخیستل شوی دی.