د سومالیا د بمي بریدونو د مړو شمیر ٥٢ تنو ته لوړ شو

د سومالیا د پایتخت موگدیشو ښار یو هوټل ته نژدې د جمعې په ورځ بمي چاودنې وشوې چې ددې هیواد د مقاماتو په وینا ددغه برید د وژل شویو کسانو شمیر اوس ٥٢ ته رسیدلی دی.

په برید کې لومړی د ٢٣ کسانو د وژل کیدو او د لسگونو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی و چې یو شمیر یې سخت ټپي شوي وو او حالت یې خراب و.

د موگدیشو د روغتون مسؤلینو ویلي چې د جمعې د ورځې په بردونو کې ١٠٦ تنه ټپیان شوي هم دي.

د الشباب سخت دریځې ډلې د جمعې په ورځ صفحي هوټل ته نژدې لومړی په دریو موټرو کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي منفجر کړل او بیا د پولیسو په وینا څلور وسله وال د هوټل سر ته وختل او له هغه ځایه یې ډزې پیل کړې.

د سومالیا پولیسو دا هم ویلي دي چې څلور تنه بریدگر هم د امنیتي قواو سره په ډزو کې وژل شوي دي.

د الشباب سخت دریځه ډله چې د القاعده شبکې سره تړاو لري د ١٠ کلونو راهیسې په سومالیا کې په تاوتریخوالي کې ښکیله ده او ددغو بریدونو مسؤلیت یې هم منلی دی.