په حکمتیار د بوټ وارونکی له زندان خوشې شو

د هرات ولایتي چارواکو تائید کړې ده، چې عبدالواحد دادشاني چا چې د حزب اسلامي په مشر ګلبدین حکمتیار د تېرې جمعې په ورځ د هرات جامع مسجد کې د بوټ ګوزار کړی وو، له زندان نه خوشی شوی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد له امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل که څه هم دغه کس ښاغلي حکمتیار بخښلی وو او ویلي یې وو چې هیڅ کار ورسره نه لري خو د هرات امنیتي او کشفي ادارو غوښته ترڅو له هغه نه ددې قضیې نورې برخې وڅیړي او تحقیقات پرې وکړي.

ښاغلي فرهاد وویل "دوی خصوصي شکایت کوونکی نه درلود، خو زمونږ امنیتي او کشفي ادارو له هغه نه د قضیې د نورو ابعادو د څېړنې لپاره غوښته تحقیقات وکړي. پلټنو وښوده چې دغه کس له هیڅ ډلې سره تړاوو نه درلود او بلاخره نن خوشې شو".

پخوا تر دې چې عبدالواحد دادشاني خوشې شي، ځینو مدني فعالانو په هرات کې د ملي امنیت له زندان د هغه د خوشې کولو په پار لاریونونه وکړل.

عبدالواحد دادشاني د تېرې جمعې په ورځ د هرات په جامع مسجد کې هغه مهال چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ويناء کوله د بوټ وار وکړ چې بیا وروسته د ملي امنیت لخوا ونیول شو.

دې کار په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه راوپارول.