سور صلیب: په افغانستان کې اقتصادي بحران ژوریږي

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په دغه هیواد کې د سخت اقتصادي بحران په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې د دغه وضعیت دوام افغانستان کې میلیونونو خلک اغېزمن کړي دي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې ادارې نمایندګۍ مشر ایلوا فیلون د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۵ (کب ۲۴) ویلي چې ګڼ شمېر خلک د خپل ځان او کورنیو لپاره د خوراکي موادو برابرولو په هدف د کابل پر واټونو خپل شخصي توکي پلوري.

اوس مهال د کابل ښار په ګڼو سیمو کې خلکو د خپلو اړتیا پوره کولو لپاره د کورونو د شخصي توکو پلورلو ته مخه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې: "د کابل په سړکونو کې زه ډیر خلک وینم چې شخصي وسایل پلوري ترڅو خوراکي توکي چمتو کړي. اقتصادي بحران ژوریږي او پر میلیونونو افغانانو باندې ویجاړونکې اغیزې لري. هغوی د نړیوالې ټولنې ډیرو او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري."

ښاغلي فیلون د دغه وضعیت دوام د اندېښنې وړ بللی او ویلي دي چې د افغانستان ګڼ شمېر خلک د نړیوالې ټولنې بېړنیو مرسته ته اړتیا لري.

تر دې مخکې د سره صلیب نړیوالې ادارې ویلي وو چې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. یاد سازمان همدارنګه ویلي و چې نسبت تیر کال ته په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په کمېدو سره د اقتصادي بحران زیاتېدو په اړه اندېښنې ښودل شوي وې.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس اوس مهال په افغانستان کې ۲۴ میلیون کسان له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

له افغانستان سره د ترکیې بشري مرستې

په افغانستان کې له بشري بحران سره هم مهاله د دغه هیواد له خلکو سره د ترکیې د بشري مرستو نوې جوپه افغانستان ته رسېدلې ده.

په کابل کې د ترکیې سفارت ویلي چې د دغه هیواد په بشري مرستو بار یو ریل ګاډی تیره ورځ هرات ولایت ته رسېدلی دی او ټاکل شوې دغه مرستې پر اړمنو خلکو ووېشل شي.

په کابل کې د ترکیې سفارت مسؤلینو ویلي چې په دغه ریل ګاډي کې ۹۹۴ ټنه خوراکي توکي، روغتیايي تجهیزات اولبسه شامله ده چې د ترکیې حکومت او خیریه بنسټونو لخوا د افغانستان د خلکو لپاره چمتو شوي دي.

دا د افغانستان له خلکو سره د ترکیې هیواد لخوا د بشري مرستو څومه جوپه ده چې افغانستان ته رسول کیږي.

په افغانستان کې د اقتصادي بحران ژورېدو په اړه په داسې حال کې اندېښنې ښودل کیږي چې تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا (یوناما) ویلي و چې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د نړیوالې ټولنې مرستې کافي نه دي او له نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي توجه وکړي.