ښايي د ټاکنو ابتدايي پایلې په وخت اعلان نشي

د انتخاباتو د کمیسیون کارکوونکي

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون وايي د بایومتریک د معلوماتو ټولولو د ورو بهیر له کبله ښايي ابتدایي نتایج په خپل وخت اعلان نشي.

ټاکل شوې وه چې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدایي پایلې د میزان په ۲۷ اعلان شي.

د کمیسیون یو کمېشنر مولانا محمد عبدالله وايي چې تر دې دمه د رایې اچونې د ۲۶۵۶۸ محلونو څخه د ۲۲۴۰۰ محلونو ابتدايي معلومات او ۱۴۰۰۰ بایومتریک ماشینونو نهايي معلومات د کابل مرکزي دفتر ته رسېدلي دي.

محمد عبدالله په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: " که د تلې د شپږمې د ټاکنو د بایومتریک معلوماتو ټولولو بهیر همداسې روان وي، د تلې تر ۲۷ پورې به د ابتدايي پایلو اعلان ممکن نه وي."

د ولسمشرۍ له ټاکنو شاوخوا ۱۱ورځې تېرې شوې او د انتخاباتو د مهالوېش له مخې د ابتدايي پایلو اعلان ته ۱۰ ورځې پاتې دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د انتخاباتو په ورځ په ټول افغانستان کې ۴۶۸۴ مرکزونه پرانیستي وو. کمیسیون وايي شاوخوا ۲.۷ میلیون خلکو رایه اچولې ده.

د کمیسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله داسې مهال د ابتدايي پایلو د احتمالي ځنډ خبره کوي چې ځینو کاندیدانو وار د مخه په ټاکنو کې د بري ادعا کړې ده.

ولسمشر غني تېره ورځ د جرمني دیرشپیګل ورځپاڼې سره په مرکې کې ویلي وو چې داسې نښانې شته چې ښايي پنځه کاله نور هم د افغانستان ولسمشر شي.

د ټاکنو کمیسیون له ټولو کاندیدانو غوښتي چې رسمي نتایجو اعلانیدو ته انتظار وباسي.

اخوا په کابل کې د امریکا سفارت ویلي دي چې د افغانستان په ټاکنو کې د درغلیو امکان نشته.