د کابل ځانمرګي برید ته غبرګونونه؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د کابل ترهګریز برید وغانده

په ټولنیزو شبکو کې ددې برید ځینوعیني شاهدانو ادعا کړې چې په دې ځانمرګي برید کې تر ۳۰ پورې کسانو ته چې اکثره یې ددغې څارنوالۍ مامورین وو مرګ ژوبله رسیدلې ده.

په کابل کې د لویې څارنوالۍ مخې ته دوه ورځې دمخه ځانمرګی برید، چې مسوولیت یې د اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش په غاړه اخیستی دی د نړیوالو غبرګونو په لړ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او ددې سازمان د بشري حقونو شورا هم دا برید په سختو ټکو غندلی او د قانون منګلو ته یې ددې برید د عاملینو د سپارلو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کابل کې د دوسنبې د ورځې ترهګریز برید د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په سختو ټکو سره وغنانده.

دمخه تر دې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د چهارشنبې په ورځ سپټمبر څلورم (وږي ۱۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې دا برید "ټکان ورکوونکی" بللی دی.

ریچارد بنیټ د پیښې د قربانیانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې ویلي چې هیڅ څه دا ډول تاوتریخوالي نشي توجیه کولی.

هغه ویلي: "هغوی چې ددې برید مسوولیت ورترغاړې دی د بشپړې ارزونې او د یوې عادلانه محکمې وروسته باید چې د قانون منګلو ته وسپارل شي".

د تیرې دوشنبې په ورځ د سپټمبر دوېیم (وږي ۱۲) د مازیګر په ۴:۱۵ بجو یو ځانمرګي بریدګر د کابل ښار د دارالامان په سیمه کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ د دروازې مخ ته ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته هغه مهال چاودنه ورکړه چې ددغې څارنوالۍ مامورین له دفتر څخه د کور په لور د وتلو په حال کې وو. طالبانو د کابل ولایت د پولیسو قومندانۍ ویلي چې په دې برید کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

خو په ټولنیزو شبکو کې ددې پیښې ځینوعیني شاهدانو ادعا کړې چې په دې پیښه کې تر ۳۰ پورې کسانو ته چې اکثره یې ددغې څارنوالۍ مامورین وو مرګ ژوبله رسیدلې ده.

افغانستان کې ځینو سیمه ییزو رسنیو په راپورونو کې ویلي چې ددې برید اکثره قربانیان د لویې څارنوالۍ د پخواني رژیم کارکوونکي وو، چې په افغانستان واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته یې هم په دغه څارنوالۍ کې کارکوه.

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ دغه برید ته په غبرګون کې دا برید یو تروریستي برید بللی دی.

توماس ویسټ ددې برید د غندنې په ترڅ کې ویلي: " د بې ګناه کسانو په نښه کول نشي توجیه کیدلی".

د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه دغه برید ته غبرګون ښودلې او دا برید یې په سختو ټکو غندلی دی.

میرمن امیري ویلي:" زه د کابل د تیرې ورځې بې معنی برید په سختو ټکو غندم".

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله هم په جلا جلا اعلامیو کې دا برید په کلکه غندلی دی او د پیښې د قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د افغانستان پخواني لویې څارنوال هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې دغه برید ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې په دې برید کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ پخواني څارنولان په نښه شوي دي.

هغه لیکلي: "حاکمه ډله چې د لسیزو راهیسې بې ګناه خلک او ملکي کسان تر برید لاندې راوستل او همدا د څارنوالي همکاران یې په لسګونو ځلې د ځانمرګو او هدفي تروریستي بریدونو لاندې راوستي دي، نن دا برید غندي. د تاریخ تریخ طنز!"

د طالبانو حکومت ددغې ډلې د مشر د یو فرمان پراساس د افغانستان لویه څارنوالۍ 'د فرمانونو او احکامو د تعقیب او څارنې لوی ریاست' باندې بدله کړې او د دغې ادارې ځینې واکونه یې محکمو او د استخباراتو ریاستونو ته سپارلي دي.

د اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش" په کابل کې د لویې څارنوالۍ مخ ته د ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي دي چې د طالبانو د حکومت پر لویې څارنوالۍ باندې یې دا برید د " هغو مسلمانانو د غچ اخستلو لپاره ترسره کړی چې د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي".

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د اسلامي دولت د خراسان څانګې " داعش" د طالبانو د حکومت د چارواکو په ګډون په بهرنیو سفارتونو او په دیني اقلیتونود عبادت او روزنې په مرکزونو باندې پرله پسې ډول بریدونه کړي دي.

که څه هم طالبانو په پرله پسې ډول په افغانستان کې د داعش د ډلې له منځه تللو ادعا کړې، خو ددغې ادعا سره سره د داعش وسله والې ډلې د کابل او کندهار په ګډون په یو شمیر مهمو ځایونو بریدونه ته دوام ورکړی دی.