ګلبدین حکمتیار هم ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړ

په داسې حال کې چې د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوم لیکنې بهیر سبا پای ته رسېږي نن شنبې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل او احمدولي مسعود هم راتلونکو ټاکنو ته ځانونه کاندید کړل.

ښاغلی حکمتیار نن له خپلو دوو مرستیالانو سره د ټاکنو کمېسیون دفتر ته د نوم لیکنې لپاره تللی و.

فضل الهادي وزین د نوموړي لومړی او حفیظ الرحمن نقي یې دوهم مرستیالان دي.

نوموړي نن شنبې په ټاکنو کمېسیون کې خبریالانو ته وویل چې په پام کې وه د یو شمېر احزابو سره یې یو واحد ټاکنیز ټکټ رامنځته کړی وای، خو زیاته یې کړه چې وروسته یې غوره وبلل چې خپلواک کاندید شي.

هغه وویل: "ومې نه غوښتل چې د ایتلافونو ناکامې تجربې بیا تکرار شي، بدبختانه اتیلافونه زموږ په هېواد کې ناکام و او بدې پایلې لري."

پر همدې مهال د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو بل کاندید رحمت الله نبیل هم له خپلو دوو مرستیالانو مراد علي مراد او مسعوده جلال سره راتلونکو ټاکنو ته ځان کاندید کړ.

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوم لیکنې بهیر د روانې مرغومې میاشتې پر ۱۳ پيل شوی چې د نوي مهالوېش له‌مخې د نوم لیکنې بهیر د مرغومې میاشتې پر ۳۰ مه پای ته رسېږي.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له‌مخې تر دامهاله نورالحق علومي، زلمي رسول، عبدالطیف پدرام، محمد حنیف اتمر، سید نورالله جلیلي، فرامرزتمنا، عنایت الله حفیظ او حکیم تورسن د جمهوري ریاست د کاندیدانو په توګه نوم لیکنه کړې ده.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي، د شنبې په ورځ د «مرغومې پر۲۹مه» امریکا غږ ته وویل چې د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ۷۰ تنو معلوماتي بستې تر لاسه کړي دي.

تر دې مخکې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د درېدو اعلان کړی و، تېره ورځ یو شمېر سرچینو د ولسمشر غني د انتخاباتي ټېم د پوره کېدو خبر ورکړ،خو تر دا مهاله نوموړي نوم لیکنه نه ده کړې.

پر همدې مهال د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوزون ویلي چې ډاکټر عبدالله عبدالله هم د راتلونکو ټاکنو او نورو سیاسي مسائلو په اړه تېره شپه د جنبش ملي ګوند له مشر عبدالرشید دوستم، د وحدت اسلامي حزب له مشر کریم خلیلي او د جمعیت اسلامي ګوند له مشر صلاح الدین رباني سره خبري کړي دي.

ټاکل شوې د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د راتلونکې ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې پر ۲۹ مه تر سره شي.