د روسیې په مشرۍ اتحاد له افغانستان څخه د ترهګرۍ د نفوذ پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې

د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت تړون یو ځل بیا د افغانستان له پولو څخه د ترهګرۍ د نفوذ د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له افغانستان څخه د دغه سازمان غړو هیوادونو ته د تروریستي ډلو د نفوذ خطر شته.

د روسیې ټاس خبري آژانس د راپور له مخې د دغه سازمان منشي ایمانقلي تاسماګمبتوف پرون جمعه مارچ ۳۱ (وري ۱۱) د دغه سازمان د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې ویلي: "د ډله ییز امنیت تړون کې زموږ متحدو هیوادونو ته د افراطي افکارو او تروریستي ډلو د نفوذ خطر وجود لري."

تاسماګمبتوف همدارنګه ادعا کړې چې پر تروریستي ډلو سربېره، په افغانستان کې د مخدره موادو قاچاقبران هم اوس مهال د ودې په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته د مرکزي اسیا یو شمېر هیوادونو د افغانستان د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د داعش ډلې د احتمالي حضور په اړه اندېښنې ښودلې او په دې اړه یې غونډې کړي دي.

تر دې مخکې د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت (CSTO) د تړون د قواو لوی درستیز اناتولي سیدوروف ویلي و چې، د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ هغه سخت دریځه ډلې دي چې په افغانستان کې یې پښه ټینګه کړې ده.

هغه ویلي و چې د اسلامي دولت د ترهګرې ډلې ولایت خراسان - څانګې د غړو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی، چې تر ۴۰۰۰ پورې وسله وال یې د هغه په خبره د تاجیکستان د پولې په اوږدو کې په بدخشان، کندز او تخار ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

روسیې او د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي اسیا هیوادونو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو راهیسې په وار وار دا ډول اندیښنې په ډاګه کړي او څو ځلې د روسیې په مشرۍ ددغو هیوادونو وسله والو ځواکونو د افغانستان سره په پوله پوځي تمرینونه کړي دي.

پر همدې مهال د افغانستان د پخواني حکومت د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش ادعا کوي چې په افغانستان کې د القاعده او داعش په شمول ۲۰ تروریستي ډلې فعالیت کوي.

هغه زیاته کړې: "طالبان چې له دغه ډلو سره یو شان نظریه لري د هیواد امنیت نشي تامینوالی، یقیناً د یوې ځانګړي ایډیالوژۍ اړوند نظامونه او سیاستونه له خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې سره د تعامل پرته، د امنیت په راتلو کې پاتې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تر دې مخکې ورته اندېښنې رد کړي او ویلي دي چې د افغانستان ټول سرحدونه اوس مهال د طالبانو حکومت په کنټرول کې دي او د افغانستان له خاورې څخه به هیڅ هیواد ته ګواښ پېښ نشي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د حضور په اړه د روسیې په مشرۍ د (ډله ییز امنیت تړون) د لوی درستیز څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې هڅوک باید افغانستان بدنامه نکړي.