جونتینټ؛ په متحده ایالاتو کې د تورپوستو د مریتوب د پای نمانځل

امریکایان جونتینیټ، یا د جون د میاشتې ۱۹مه د تورپوستو د مریتوب او د متحده ایالاتو د تاریخ د ترټولو تور فصل د پای ته رسیدو په توګه نمانځي.

که څه هم چې په متحده ایالاتو کې وروستی تورپوستی غلام د ۱۸۶۵ کال د جون په ۱۹ خوشې شو، خو د متحده ایالاتو دولت ددې مناسبت په نمانځلو کې ورو عمل وکړ او یوازې دوه کاله وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن یو قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې د جون ۱۹ په متحده ایالاتو کې فدرالي رخصتي اعلان شوه.

خو بیا هم ځینې سیاستوال د دې ورځې په نمانځلو چې په حقیقت کې د متحده ایالاتو د نژادي تاریخ ښکارندوی کوي، نیوکه کوي.

دلته هغو جزیاتو او پیښو ته کتنه شوې چې د جونتینټ د رامنځته کیدو سبب شوي.

د جونتینټ پیل

تورپوستي مریان د لومړي ځل لپاره د تکزاس په ګالوسټون کې د جونتینټ نمانځنه وکړه. سره له دې چې د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ابراهیم لینکن په ۱۸۶۳ کې د ټولو غلامانو د خلاصون اعلان وکړ، خو دا امر تر ۱۸۶۵ پورې چې د امریکا کورنۍ جګړه پای ته ورسیده په ډیرو سیمو کې په بشپړه توګه پلي نه شو.

ځینې خلکو چې د غلامانو له بې معاشه کار څخه ګټه پورته کوله، په متحده ایالاتو کې د غلامۍ د پای خبر شریکولو ته زړه نه ښه کاوه.

بالاخره د کورنۍ جګړې د پای خبر ګالوستون ته ورسېد او د متحدو ځواکونو قوماندان جنرال ګورډون ګرانجر د ۱۸۶۵ کال د جون په ۱۹ د غلامۍ د پای ته رسیدو په اړه د ولسمشر فرمان خلکو ته ورساوه. په دغه فرمان کې راغلي دي چې ټول مریان ازاد دي او د خپلو پخوانيو مالکانو په شان حقوق لري او د هغوی اړیکه د کارګر او کارفرما اړیکې دي.

په متحده ایالاتو کې غلامي شپږ میاشتې وروسته هغه وخت له منځه ولاړه چې د جورجیا ایالت د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې دیارلسم تعدیل تصویب کړ چې غلامي یې منع کړه.

د جونتینټ مفهوم

جونتنیټ د جون او ۱۹ کلمو ترکیب دی چې په انګلیسي کې ورته ناینتینټ ویل کیږي. دا ورځ د جونتینټ د خپلواکۍ ورځ، د خپلواکۍ ورځ، د دوهمې خپلواکۍ ورځ، او د آزادۍ ورځ په نوم هم پیژندل کیږي.

میلې، په متحده ایالتونو کې د افریقایي امریکایانو ژوند ته بیاکتنې، پریډونه، او غونډې د جونتینټ د جشن یوه برخه ده. د امریکا په ډیرو ایالتونو کې دا ورځ نمانځل کیږي او په ځینو ایالتونو کې دا ورځ رخصتي ده، خو مامورانو ته یې د دغې ورځ معاش هم ورکول کېږي.

د جونتینټ نمانځنه

په ۲۰۲۰ کال کې د سپین پوستي پولیس له خوا د یو تورپوستي امریکايي جورج فلویډ له وژل کېدو وروسته، چې په ټوله امریکا کې پراخ لاریونونه راوپارول، د جونتینټ نمانځنې هم ځانګړی رنګ خپل کړ.

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د جمهوري غوښتونکي او دموکرات ګوندونو د ملاتړ په عنوان د امریکا د ماساچوسټس ایالت څخه دموکرات سناتور اډوارډ مارکي د ۶۰ نورو امریکايي قانون جوړونکو په ملاتړ د امریکا کانګرس ته د فدرالي رخصتیو ګډ پلان وړاندې کړ. بایډن هم هغه تایید کړ.

اوس یو خوزښت رامینځته شوی چې د جونتینټ څخه د فعالیت او تعلیم لپاره د فرصت په توګه کار واخلي، په ځانګړې توګه د نژادي نابرابرۍ په اړه.