طالبانو هدایت الله بدري د افغانستان بانک سرپرست ټاکلی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دغې ډلې د مالیې وزارت پخوانی سرپرست هدایت الله بدري د افغانستان بانک د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړي نن چهارشنبه مارچ ۲۲ (وري لومړۍ) دا خبره کړې خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

هدایت الله بدري پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته بیا تر دا مهاله د طالبانو په کابینه کې د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر و.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د مالیې وزارت له سرپرستۍ څخه د هدیت الله بدري د استعفی په اړه اوازې خپرې شوي وې، ویل کیږي چې هغه د طالبانو د مشر ملا هبت الله سره د عوایدو پر سر د اختلافاتو له امله له دندې استعفی ورکړې وه. خو طالب چارواکو مخکې د هغه د استعفی اوازې رد کړې وي.

د هدایت الله بدري تر ټاکنې مخکې مولوي عبدالقاهر مشهور په حاجي ادریس د افغانستان بانک سرپرست رئیس و.

ویل کیږي چې هدایت الله بدري او حاجي ادریس تر دې مخکې هم د طالبانو د مالیي چارو مسؤلین وو.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته د افغانستان شاوخوا نهه میلیارده پانګه د متحده ایالاتو لخوا کنګل شوې ده.

نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت څخه د افغانستان بانک د دوو مسؤلینو د لیري کېدو غوښتنه هم کړې وه چې یو تن یې د متحده ایالاتو د بندیزونو په لیست کې هم شامل دی. خو د طالبانو حکومت هغه مهال دغه غوښتنه رد کړې وه.

د دې غوښتنې له مخې،د افغانستان بانک رهبري باید تجربه کاره او کارپوه کسانو ته وسپارل شي چې ددې خبرې ضمانت ورکړل شي چې طالبان به د مرکزي بانک په چارو کې مداخله نه کوي.

د خبري منابعو له قوله، که څه هم طالبان او د افغانستان مرکزي بانک له ځینو عمومي اصولو سره سلا شوي دي خو په مرکزي بانک کې د پیسو د غیر قانوني انتقال د څارنې په موخه یې د یو خپلواک پلاوي له ګمارنې سره هوکړه نده کړې.

پر همدې مهال د پیسو نړیوال صندوق پخواني سلاکار طارق فرهادي امریکا غږ ته وویل چې هدایت الله بدري په کابل کې د طالبانو حکومت له ځینو موضوعاتو سره رضایت نه لاره چې له همدې امله یې د طالبانو مشر ته خپل استعفی وړاندې کړې وه.

فرهاد زیاته کړه: "دغه تغیرات په هیڅ وجه د لوېدیځو هیوادونو او نړۍ په غوښتنه نه دي رامنځته شوي, د هغه مشکلاتو له امله چې د طالبانو په منځ کې شوي دي، راغلي دي."

هغه زیاته کړې چې د ځینو کسانو د معلوماتو په اساس شاید هدایت الله بدري دغه نوې دنده و نه مني، ځکه د طالبانو په منځ کې ځيني ستونزې رامنځ ته شوي چې تر اوسه ښه روښانه نه دي. خو طالبانو لا تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.