د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ته یو ځل بیا تُندغبرګون ښودلی او ویلي دي چې د زده کړو د بندیز پریکړه د "اسلامي شریعت" پر اساس نه ده بلکې د طالبانو د "طبیعت" پر اساس پریکړه ده.
شیر محمد عباس ستانکزي د شنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۱۸ (مرغومې ۲۹) د ایکس پر خپله پاڼه د خپلې هغې وینا یوه برخه خپره کړې چې د خوست په ولایت کې د یوې دیني مدرسې د فارغونو د فراغت غونډې ته یې په همدې ورځ کړې ده.
هغه ویلي: "په افغانستان کې د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو د تړلو لپاره هیڅ بهانه او دلیل وجود نلري".
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ په افغانستان کې د بیا واک ترلاسه کولو سره هممهاله د لومړنۍ دورې پرته په منځنۍ او ثانوي دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او ددغه بندیز څه باندې یو کال وروسته یې دا بندیز پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته هم وغځاوه او نجونې او ښځې یې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم له زده کړو بندې کړې.
د طالبانو له خوا د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز څخه ۱۲۲۰ ورځې او په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د لګیدلي بندیز څخه ۷۶۰ ورځې تیریږي.
شیرمحمد عباس ستانکزي د طالبانو له مشر وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیځي.
هغه وویل: "په دې برخه کې هیڅ بهانه او دلیل نشته دی. د جناب رسول الله صاحب په زمانه کې د علم دروازې د ښځو او سړیو پر مخ پرانیستې وې ... د همدې مسلې له امله نن ورځ ټوله نړۍ له مونږ سره ښکیل ده او په همدې دلیل پرمونږ انتقاد کوي. په کومه لار چې مونږ روان یو دا د طبیعت خبره ده نه د شریعت".
د طالبانو د حکومت دغه لوړ پوړې چارواکي وویل چې د افغانستان د ۴۰ میلیونو وګړو له ډلې د نیمايي ۲۰ میلیونو پر وړاندې د طالبانو بې عدالتي روانه ده. هغه وویل چې هغوی د قیامت پر ورځ په دې اړه نجونو او ښځو ته ځواب ورکوونکي دي.
شیرمحمد عباس ستانکزي وویل: "ښځو ته میراث نه ورکول کیږي، ښخې خپل حق نشي ټاکلی، هغوی په بدو کې ورکول کیږي، هغوی ته د تعلیم اجازه نه ورکول کیږي. هغوی جومات او مدرسې ته د تللو اجازه نه ورکوو، ښوونځي او پوهنتونونه مو تړلي دي ایا مونږ د شریعت پر لار روان یو".
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو دغه چارواکی پر خپل مشرتابه باندې په ښوونخیو او پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز له امله انتقادونه کوي، هغه ددې دمخه هم دا ډول انتقادونه کړي دي.
د شیر محمد عباس ستانکزي سربیره د طالبانو د حکومت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت هم تیره میاشت کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې د طالبانو له خوا په طبي انسیتیوتونو کې د افغان میرمنو او نجونو پر زده کړو بندیز ته غبرګون ښودلی او ویلي وو چې په یو نظام کې د طبي زده کړو ترلاسه کول "فرض عین" دي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۳۰) په یوه اعلامیه کې د قاري فصیح الدین له قوله ویلي چې اوس مهال افغانستان کې خلک ښځینه او نارینه ډاکټرانو ته اړتیا لري.
هغه ویلي: "د طبابت علم په یو نظام کې فرض عین دی... د افغانستان خلک نارینه او ښځینه ډاکټرانو ته اړتيا لري او هر څوک باید په لوړ همت سره خلکو ته خدمت وکړي".
خو د طالبانو مشرتابه تراوسه دغو انتقادونو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او نه یوازې دا چې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ته یې دوام ورکړی، بلکې د نجونو او ښځو پر زده کړو یې بندیزونه لا پراخه کړي دي.
د طالبانود حکومت د عامې روغتیا وزارتد تیر ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په لومړیو کې په کابل کې د طبي انستیتیوتونو د مشرانوته وویل چې د ډسمبر درېیمې (لیندۍ ۱۳) وروسته د نجونو زده کوونکو په شمولیت او درسونو بندیز لګول شوی دی. په دغو انستیتیوتونو کې به نجونو د قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ او لابراتوار په برخو کې زده کړې کولې.
ملګري ملتونه وايي ویلي افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې په رسمي ډول د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی دی.
د طالبانو حکومت ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري. ددغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د نجونو او ښځو د زده کړو مسله د طالبانو د حکومت کورنۍ مسله ده او دوی هڅه کوي چې دغې ستونزې ته په کور دننه حل لار ولټوي.