طالبان وايي، ښي لاس اشترینګ لرونکو موټرو ته درې کلن اسناد ورکوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ښي لاس اشترینګ لرونکو موټرو ته د دری کلونو موقت اسنادو ورکولو خبر ورکړ.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري نن شنبه مارچ ۱۱ (کب ۲۰) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ښي یا راسته لاس اشترینګ لرونکو موټرانو ته دری کلن اسناد د ستونزو هواري او اسانتیاو رامنځته کولو په هدف ورکول کیږي.

ښاغلي عمري زیاته کړه: "د ترافیکو عمومي ریاست د دې لپاره یوه طرحه جوړه کړې هغه موټران چې یو کیلي ورته وايي د ښی لاس [اشترینګ لرونکي] موټران دي، د افغانستان د ترافیکو په اساس کې په هغه پخواني او اوسني قانون کې هغه نشته، دغه موټران غواړي چې ثبت کړي هغوی ته اسناد ورکړي."

نوموړي زیاته کړې چې دې سره به د خلکو ستونزې حل شي او په ښارونو او لارو کې به د ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي.

یاد خبري کنفرانس ته طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د پولیس ترافیکو عمومي رئیس حسیب الله مختار هم وویل چې په افغانستان کې د یو کیلي په نامه د راسته لاس اشترینګ لرونکو موټرو ته د اسنادو ورکولو بهیر سر له نن څخه پيل شو چې په خبره یې مالکین یې باید په دری میاشتو کې خپلو موټرونو ته د فعالیت جوازونه واخلي.

نوموړي زیاته کړه چې دې موټرو ته د موقت دری کلن اسناد او جواز سیر په ورکولو سره به د جنايي پېښو مخه ونیول شي او هم به په هیواد کې د یادو موټرو شمېر معلوم شي.

هغه وویل: "له نن ورځې د یادو وسایطو د ثبت پروسه پیلیږي، له ټولو هغه هیوادوالو څخه چې دغه ډول وسایط لري هیله کوو چې خپل وسایط ثبت کړي. د هیواد په ټولو ولایتونو کې مو د غه موټرو مالکینو لپاره د دغه پروسې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي."

د طالبانو حکومت د ترافیکو عمومي رئیس ټینګار وکړ که چیري سر له نن څخه بیا تر دری میاشتو موده کې د دې ډول موټرو مالکینو که خپل موټر ثبت او راجستر نه کړل په خبره یې موټرونه به ضبط او قانوني چلند به ورسره وشي.

د طالب چار واکو په وینا د راسته لاس اشترینګ لرونکي موټر افغانستان ته د یو شمېر سوداګرو لخوا په قاچاقي او غیر قانوني ډول انتقال شوي چې په خبره یې د هیواد په ترافیکي نظم کې بې نظمي رامنځته کړې ده.

د ښاغلي مختار په وینا دغه ډول موټرو ته د جواز ورکولو په مقابل کې پیسې د یادو موټرو د نوعیت او سلنډر ته په کتو اخیستل کیږي.

هغه وویل چې د طرحې له مخې له ۲۰۰۰ ماډل پورته یو کیلي موټر ته اسناد ورکول کیږي او په خبره یې له ۲زره ماډل کښته موټر د ترافیکو قانون په اساس استهلاک کیږي.

هغه وویل: "د ۲۰۰۰ موټر في سلنډر فیس ۳۴۰۰ افغانۍ له تیز رفتار موټر څخه اخیستل کیږي.له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۰ پوري في سلنډر ۵۴۰۰ افغانۍ فیس دی او د ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۲۲ پوري في سلنډر ۷۴۰۰ افغانۍ فیس دی"

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت هم ویلي و چې د یوې طرحې پر اساس به په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې د افغانستان ښۍ لاس بې اسنادو موټرو ته د محصول د ورکولو وروسته د ملکیت سندونه ورکړل شي.

دا وزارت اټکل کوي چې دا وخت په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰زره بې اسنادو موټر موجود دي.

کتونکي وايي، په افغانستان کې د روان اقتصادي بحران له امله د موټرو کاروبار ډیر خراب شوی او د تیز رفتاره موټرو په بیه کې له نیمايي زیات کموالی راغلی دی.