امریکا: د افغانستان د مخکني پوځ د ځینو الوتکو مالکیت اوزبیکستان ته انتقال شو

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته لسګونه څرخي الوتکې اوزبیکستان او تاجیکستان ته انتقال کړل شوې

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یو ځانګړي پروګرام له لارې یې د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ د ځینو الوتکو مالکیت اوزبیکستان ته انتقال کړی.

د وزارت یو ویاند امریکا غږ ته په یو ایمیل کې لیکلي دي‌ چې د دغو الوتکو مالکیت د اضافي دفاعي‌ اکمالاتو (EDA) د پروګرام له لارې اوزبیکستان ته انتقال شوی دی. امریکا د دغه پروګرام له لارې اضافي دفاعي تجهیزات نورو بهرنیو هېوادونو او یا سازمانونو ته ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي: «د دغه انتقال تړون د ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې او د سرحدي امنیت د زیاتولو په برخو کې د دوه اړخیزې قوي همکارۍ په چوکاټ کې شوی.»

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د «افغانستان د اسلامي جمهوریت» د سقوط په مهال د پوځ لسګونه الوتکې اوزبیکستان ته انتقال کړل شوې.

د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین په دې اړه په خپل غبرګون کې ویلي دي چې «امریکا نورو ته د سمندر اوبه بخښي».

هغه ویلي وو:«دا الوتکې د افغانستان دي، زمونږ دي او د خپل دغه حق د اخیستلو لپاره به د هرې ممکنې لارې څخه کارواخلو. اوزبیکستان ته هم وایو چې ښه ګاونډیتوب دې په پام کې ونیسي داسې کوم کار دې نه مني چې د بل چا حق یو زورور هغوی ته وبخښي، هیڅکله مونږ ته د منلو نه دی چې یو څوک زمونږ حق یو بل چا ته ورکړي.»

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي هم په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي ‌وو چې د طالبانو حکومت د تاجیکستان له حکومت څخه د هغو الوتکو او هلیکوپترو د بیرته ستنولو غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه دوشنبې ته انتقال شوې.

هغه ویلي وو: «تر دې دمه یې نه دي سپارلي،‌ شاید ځینې ملاحظې ولري. مګر دا (الوتکې) د افغانستان د خلکو دي، د افغانستان دي او هر وخت چې وي، بېرته به افغانستان ته ستنې کړل شي.»

راپورونه وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې کابل ته د طالبانو له ننوتلو څو ساعته وروسته، د افغان پوځ یو شمېر غړو له خپلو کورنیو سره یو ځای په شاوخوا ۵۰ الوتکو کې اوزبیکستان او تاجیکستان ته ولاړل.

تر دې مخکې د امریکا د پوځ یو ویاند راب لودویک ویلي وو چې ۴۶ الوتکې په اوزبیکستان او ۱۸ په تاجیکستان کې دي،‌ چې Mi-17 UH-60 څرخي او PC-12، C-208،AC-208 او A-29 نورې الوتکې په کې دي. خو بیا هم د دغو الوتکو دقیق شمېر معلوم نه دی.

په هماغه وخت کې د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب تاجیکستان او اوزبیکستان ته خبرداری ورکړی و چې د افغانستان الوتکې ته ستنې کړي. ده له دغو هېوادونو څخه غوښتي‌ وو چې په دې اړه لاس په کار شي،‌ ځکه چې د هغه په خبره هېڅ یو هېواد حق نه لري چې د افغانستان الوتکې له ځان سره وساتي او یا ترې کار واخلي.

هغه دا هم ویلي‌ وو که دا هېوادونه اقدام ونه کړي، طالبان به یې وکړي او ویلي وو چې له دغو هېوادونو څخه غواړي چې «زموږ زغم ونه ازمايي» چې بیا تر خپل توان پورې لاس په کار شي.

خو د اوزبیکستان چارواکو ویلي دي چې د افغانستان د مخکني پوځ الوتکې د متحدو ایالتونو دي او طالبانو ته به ونه سپارل شي. د اوزبیکستان د ولسمشر سلاکار عصمت الله ارګاشف امریکا غږ ته ویلي وو چې دا الوتکې د متحدو ایالتونو دي‌ او کابل ته به انتقال نه شي.

ارګاشف چې د افغانستان په چارو کې د اوزبیکستان لوړ پوړی دپلومات دی، وویل: «د متحدو ایالتونو دولت د دغو الوتکو لګښت ورکړی. هغوی د افغانستان مخکنی دولت تمویلوه او موږ په دې باور یو چې دا په واشنګټن پورې اړه لري چې له دغو (الوتکو) سره څه کوي.»

هغه زیاته کړې: «موږ دا تجهیزات له متحدو ایالتونو سره د یو توافق په اساس ساتلي‌ او طالبانو ته مو هم همدا خبره کړې ده.»