ملګرو ملتونو د افغان کډوالو لپاره د ۶۱۳ میلیون ډالرو مرسته غوښتې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، د افغانستان په پنځو ګاونډیو هیوادونو کې مېشتو افغان کډوالو سره د مرستو لپاره په روان میلادي کال ۶۱۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

دغې ادارې د سې شنبې په ورځ ناوخته مارچ ۱۴ (کب ۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا غوښتنه یې په ایران، پاکستان، اوزبیکستان، تاجیکستان او ترکمنستان کې له شاوخوا ۸.۲ میلیون مېشتو افغان کډوالو سره د مرستې په هدف کړې ده.

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې په خبره، دغه اندازه پیسې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د ۷.۹ میلیون کسانو لپاره غوښتل شوي چې ۵.۲ میلیون یې افغان کډوال او ۲.۳ میلیون نور کسان یې په هغو هیوادونو کې د هغوی سیمه ییز کوربانه تشکیلوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس، اوس مهال د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې څه باندې ۸ میلیون افغان کډوال ژوند کوي چې څه باند دوه میلیون یې ثبت او راجستر شوي دي.

د دغې ادارې په وینا د کډوالو زیات شمېر یې له کلونو راپدېخوا په ایران او پاکستان کې ژوند کوي. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې په دغو هیوادونو کې څه باندې ۷۰ سلنه مېشت افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې دي مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو کلنو راهیسې د پاکستان او ایران په ګډون یو شمېر نورو ګاونډیو هیواونو ته ګڼ شمېر افغانان کډوال شوي، خو په وروستیو کلنو کې دا لړۍ نوره هم چټکه شوې ده.

ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د داخلي اړمنو کسانو د اړتیاو پوره کولو لپاره یې یوه جلا طرحه هم جوړه کړې چې له مخې ۲۳.۷ میلیون اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ۴.۶۳ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

دغه سازمان همدارنګه زیاته کړې چې اوس مهال، افغانستان تر ټولو زیات اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی او ۲۸.۳ میلیون وګړي یې چې د دغه هیواد د نفوس دوه پر درېیمه برخه تشکیلوي بشري او محافظتي مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سازمان یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې په دغه وضعیت کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ودریږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې اوس مهال، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي چې له دې جملې څخه شپږ میلیون کسان یې تقریبآ په قحطۍ کې ژوند کوي.

اوچا په خپل تازه راپور کې زیاته کړې چې هغوی په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د ۲۳.۷ میلیون اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ۴.۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.