ملګري ملتونه د افغانستان په اړه دویمه مشورتي غونډه جوړوي

ملګري ملتونه وايي په پام کې لري چې د افغانستان په اړه دویمه مشورتي غونډه جوړه کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیالې، ستېفاني ترمبلي د پنجشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د دغې مشورتي غونډې دقیق وخت لا نه دی معلوم.

د هغې په وينا، دغه غونډه به د لارې د یوې نقشې په اړه د نړیوالې اجماع د رامنځته کولو او ددغه سازمان د خپلواکو ارزونو پر وړاندیزونو د بحث او خبرو په موخه جوړه شي.

ترمبلي زیاته کړه چې ددغه غونډې د چمتووالي او په دې برخه کې د سلا مشورو څخه د لازم ملاتړ په موخه، د عمومي منشي د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون سينيرلي اوغلو ماموریت هم د فبرورۍ د میاشتې تر پایه پورې غځول شوی دی.

ملګري ملتونه په داسې حال کې د افغانستان په اړه دویمه مشورتي غونډه کوي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ډسمبر په ۲۹ (مرغومی اتمه) 'افغانستان او د طالبانو رهبرۍ سره د تعامل د بڼې لپاره' او همدارنګه د یو ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

په پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش څخه غوښتل شوي، چې د فریدون سينيرلي اوغلو وړاندیزونو ته په ځانګړي توګه د جنډر او بشري حقونو د ودې په برخه کې یو ځانګړی استازی وټاکي.

یاد پریکړه لیک په ۱۳ موافقو رایو سره د امنیت په شورا کې تصویب شو. خو روسیې او چین بیا دغه پریکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړه.‌

د دغه پريکړه ليک له تصويب څخه څو ساعته وروسته د بشري حقونو د فعالانو ټولنې په یوې اعلامیې کې وویل، چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل د یو میکانیزم په چوکاټ کې چې د ارزونې او پلي کیدو صلاحیتونه ولري د افغانستان لپاره یوه جدي اړتیا ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د بشري حقونو فعالان غوښتنه کوي چې دا دې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر ( یوناما) ځای ونیسي. ځکه چې یوناما د تیر حکومت سره د مرستې په موخه رامنځ ته شوې وه او د تیر حکومت د وړاندیز پر اساس جوړه شوې وه او اوس مهال افغانستان یو مشروع او رسمي دولت نلري."

خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیالې وویل، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د ورځنيو فعالیتونو او چارو مشري کوي.

د تېر کال په مې میاشت کې هم ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه د طالبانو د استازو له حضور پرته د قطر په پلازمېنه دوحه کې د تړلو دروازو تر شا جوړه کړه.

ملګرو ملتونو هغه مهال ویلي وو چې د غونډې موخه "له طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه د نړیوالې ټولنې ګډ تفاهم ته رسېدل دي."

په هغه ناسته کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر حقونو، د ټول شموله حکومت پر جوړېدو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه بحث او خبرې وشوې.

د ملګرو ملتونو په هغه غونډه کې د چين، فرانسې، جرمني، هند، اندونيزيا، ايران، جاپان، قزاقستان، قرغیزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسيې، سعودي عربستان، تاجیکستان، ترکيې، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، انګلستان، امريکا، اوزبیکستان په ګډون د اروپايي ټولنې او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان استازو ګډون کړی وو.