امریکا د کابو دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت د کروناویروس واکیسن اخلي

اوس د کرونا ویروس واکسین تولید ته هیله مندي زیاته شوېده

د جرمني بایونټيک څیړنیز انستیتوت د چهار شنبې په ورځ د (جولای ۲۲) وویل د امریکا حکومت موافقه کړې چې د کابو دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت د کرونا ویروس سل میلیونه "دوزه" واکسین واخلي.

پر دې احتمالي واکسین اوس مهال د "فیزر" په نامه د امریکايي کمپنۍ او د جرمني د څیړنیز انستیتوت"بایونټک" له خوا کار روان دی.

بایونټیک انستیتوت همدارنګه په یوې اعلامیه کې ویلي، امریکا همدارنګه یوه ګزینه ایښې چې ۵۰۰ میلیونه دوزه نور واکسین هم واخلي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "امریکایان به د امریکا د حکومت له ژمنې سره سم په وړیا ډول د کروناویروس واکسین ترلاسه کړي."

د امریکا حکومت به وروسته له هغه ددغه واکسین د اخیستلو لپاره پيسې ورکړي چې درملو جوړونکو ته دا ثابته شي واکسین د ویروس په وړاندې کار ورکوي، هغه واکسین چې اوسمهال پر انسانانو ازمایل کیږي.

د ټرمپ حکومت موافقه کړې چې د واکسین په تولید او جوړولو په میلیاردونو ډالر ولګوي.

بایونټیک او فیزر د روانې میاشتې په پیل کې وویل، د واکسین لومړیو څلورو ازمایښتي پړاونو چې په ۴۵ انسانانو شوی، هیله بښونکې نتیجه ورکړې ده.

ټاکل شوېده د واکسین دغه دوه تولیدونکي د روانې میاشتې په وروستیو کې د واکسین په خوندیتوب او موثریت پراخې څیړنې پیل کړي.

نتایجو ته په کتو، یادو کمپنیو ویلي، دوی ممکن د اکټوبر تر لومړیو پورې د واکسین هر اړخیز تائید وکړي.

اوسمهال په نړۍ کې د مختلفو ټکنالوژیو په مرسته د کرونا پر ۱۵۰ واکسینونو کار روان چې څه باندې شل یې په انسانانو ازمایښت پيل کړی دی.

یو شمیر حکومتونو د واکسین د اخیستلو لپاره له وړاندې کمپیو سره قرار دادونه کړي دي.