ایرانیانو ته په فارسي ژبه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پیغام

د ایران وروستۍ مظاهرې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په فارسي ژبه د ټویټرپه یو پیغام کې په ایران کې د اعتراضونو تازه بهیر ته په اشارې ویلي دي چې امریکا "د ایران د خلکو له پامه غورزیدلي غږ" د ملاتړ په ترڅ کې د ایرانیانو ازادۍ ته هیله منه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ناوختهپدغه پیغام کې لیکلي دي "پداسې حال کې چې دا په پای کې د ایران خلکو پورې اړه لري چې د خپل هیواد د حرکت لوری وټاکي، امریکا د ایران د خلکو د غږ چې د اوږدې مودې راهیسې له پامه غورزول شوی دی ملاتړ کوي. امریکا هیله منه ده چې د ایران راتلونکي ۴٠ کلونه له ویرې او ځپلو ډک نه، بلکه له ازادۍ او د ایران د خلکو د بریا کلونه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بل پیغام کې ټینگار کړی دی چې "مونږ په اصفهان، کرج، شیراز، تهران او د ایران نورو ښارونو کې وروستني اعتراضونه له نژدې څارو. هماغسې چې د بهرنیو چارو وزیر پمپیو وویل: د ایران د اقتصادي وضعیت تریخ "طنز" دادی چې رژیم د خپلو جیبونو په ډکولو بوخت دی پداسې حال کې چې خلک یې د مشغولیت، بدلون او فرصتونو لپاره نارې وهي."

دا ځل د مظاهرو نوې څپې د دوشنبې له ورځې نه د ایران په سترو ښارونو کې پیل شوې او تر جمعې ورځې پورې یې دوام وکړ.

په ایران کې د وروستیو اعتراضونو په غبرگون کې د ایران د پخواني پاچا زوی شهزاده رضا پهلوي هم د ټویټر په یو پیغام کې د هیواد په مختلفو ښارونو کې له مظاهره کوونکو ملاتړ کړی او هغوی یې "خورا زړور ایرانیان" گڼلي دي.

پهلوي په یو ځانگړي پیغام کې د ایران خلکو ته په خطاب کې ویلي دي چې اعتصابونه او اعتراضونه کولای شي "٣٩ کلن ډارونکی خوب" په ایران کې پای ته ورسیږي.

پر تهران باندې د واشنگټن د نویو اقتصادي بندیزونو له لگولو وروسته د ایران اقتصاد سخت ځپل شوی او ددې هیواد د پیسو ارزښت خورا ټیټې کچې ته رسیدلی دی. تر اوسه د ایران د پیسو د ارزښت د سقوط د مخنیوي لپاره د ایران د حکومت هڅې ناکامې دي.

د ٢٠١٨ کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه یو امریکایي ډالر ۴۲۹۰۰ ایراني ریال تبادله کیده، خو پدې وروستیو ورځو کې یو امریکایي ډالر په ازاد بازار کې په ۱۱۹۰۰۰ ایراني ریال تبادله شو چې دغه وضعیت د ایران په مختلفو ښارونو کې د اعتراضونو سبب شو.