شپږیزه: د کابل بازانو لومړۍ بریا او د مس عینک لومړۍ ماتې

نور علي ځدراڼ د ډېرو منډو او شپږیزو وهلو له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

د شپږیزې کرکټ لیګ د اوم پړاو په درېمه ورځ د کابل بازانو او مس عینک اتلانو لوبډلو سره سیالي وکړه چې کابل بازانو د څلور ویکټو په توپیر مس عینک لوبډله ماته کړه.

دا د کابل بازانو لومړۍ بریا او د مس عینک لومړی ماتې وه. د شپږیزې په لومړې ورځ مس عینک د بند امیر ښاماران د یوې منډې په توپیر مات کړي و.

په نننۍ لوبې کې لومړی کابل بازانو توپ اچونه وکړه. سیالې لوبډلې ورته په ټولو اورونو کې د شپږ ویکټو په سوځېدو د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه.

د مس عینک لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې ۵۸ ناسوځېدلې منډې شاهد الله کمال وکړې. نجیب الله ترکي ۳۲ او شهزاد محمدي ۲۲ منډې وکړې.

د کابل بازانو لوبډلې له خوا بیا ضیا الرحمن اکبري درې، ننګیالي خروټي دوه او نجات مسعود یو لوبغاړی وسوځوه.

د کابل بازانو په دویمې پاڼۍ کې توپ وهنه کړه. دغې لوبډلې په ۱۹ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره کړ.

نور علي ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۶۱ منډې وکړې. همدا شان صدیق الله اتل ۳۶ او رحمن الله ګربز ۲۱ منډې جوړې کړې.

د مس عینک اتلانو کې بیا عبدالله مزاري دوه خو شاه پور ځدراڼ، نور علي ځدراڼ او ابراهیم خان هر یو یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

نور علي ځدراڼ د ډېرو منډو او شپږیزو وهلو له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

د نن ورځې دویمه لوبه اوس مهال د کابل په نړیوال لوبغالي کې د بند امیر ښامارانو او د بست ساتونکو تر منځ روانه ده.

تېره ورځ دوه لوبې وشوې چې په یوې کې د بست ساتونکو لوبډلې کابل بازان د ۵۷ منډو په توپیر مات کړي‌و او په دویمې کې د سپین غر زمریانو له امو نهنګانو نه لوبه ګټلې وه.