۱۳میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي - ملګري ملتونه

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په تیرو دریو کلونو کې د هغو افغانانو شمیر چې له لوږې سره مخ دي، له ۹ میلیونو څخه ۱۳ میلیونو ته زیاتوالی موندلی دی.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام رئیس زلټن ملیسیک، چې په کابل کې یې د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله وویل، په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان په څیر د نړۍ په اکثرو ناامنو هیوادونو کې، د وسله‌والو جګړو له امله د غذايي خوندیتوب او د خوارځواکۍ د مخنیوي پروګرامونه، له ننګونو سره مخ شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې دوامدارې جګړې له فقر او لوږې سره مبارزه هم له خنډونو سره مخ کړې ده "د خوړو او امنیت د سروې د شمیرو په اساس، چې سږکال په افغانستان کې د ژوند د وضعیت په اړه نشر شوه، خبرداری ورکوي چې له تیرو دریو کلونو راهیسې، په خلکو کې د غذايي خوندیتوب او تغذیې نشتوالی، له ۹ میلیونو کسانو څخه ۱۳ میلیونو ته زیاتوالی موندلی دی".

د ښاغلي لیسیک پر وینا، طبیعي پیښو، بې‌ځایه کیدل، د مهاجرینو راستنېدل او وچکالۍ د په افغانستان کې د خوړو پر خوندیتوب او تغذیې منفي اغیزې کړې دي.

هغه وویل، چې په افغانستان کې وچکالۍ د ۳.۵ میلیونه افغانانو غذایي خوندیتوب ته زیان رسولی دی.

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو وزیر نصیراحمد دُراني په دغو مراسمو کې وویل، افغان حکومت خپلو امکاناتو ته په پاملرنې، له لوږدې سره د مبارزې په برخه کې یو لړ اقدامات ترسره کړي دي.

د هغه پر وینا، سږکال دغه وزارت له خپلو ستراتیژیکو زیرمو څخه ۱۱۹زره ټُن غنم پر وچکالۍ ځپلو، بې‌ځایه شویو او اړمنو کسانو ویشلي دي.

ښاغلي دُراني دغه راز وویل، چې دوی ۶۰زره ټُن غنم د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام ته په وړیا ډول ورکړي دي.

هغه زیاته کړه "اویا فیصده فقیر قشر په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي او ژوند یې له کرنې او کرنیزو فعالیتونو سره تړلی دی".

د ښاغلي دُراني پر وینا، وزارت یې د کرنې د ودې لپاره په شپږو اساسي محورونو کې، چې افغانستان د غذايي خوندیتوب په لور بیايي، لازم اقدامات ترسره کړي دي.

ښاغلي دُراني وویل، چې په افغانستان کې د لوږې د کچې راټيټولو لپاره د کرنې وزارت له بزګرانو سره د مرستې یو شمیر نور پروګرامونه هم پام کې لري او همداشان دوی د موسم بدلون ته پاملرنې، د کرنې په پالیسي کې بیا اصلاحات راوستي دي.