د فراه په جګړو کې ۳۴ ملي پولیس وژل شوي

د فراه ولایتي چارواکي وايي د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د تیرې شپې په نښتو کې ۳۴ افغان پولیس وژل شوي دي.

د فراه ولایتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تیره شپه ( لړم ۲۳ مه) د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې د بالابلوک ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون ۳۴ ملي پولیس وژل شوي دي.

د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال سید عبدالله اندرابي امریکا غږ اشنا راډیو ته د دغې پیښې په اړه وویل، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د بالابلوک او پشت کوه په ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په مرکزونو بریدونه کړي، چې د بالابلوک ولسوالۍ د "اب خرما" په سیمه کې د لویې لارې د ساتنې په کنډک په یو ډله ییز برید کې، چې څو ساعته یې دوام درلود، د خاک سفید د ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون د پولیسو دوه دیرش سرتیري ووژل شوي دي.

هغه وویل، د دغې برید وروسته د دغه کنډک دولس سرتیري لادرکه شوي هم دي.

د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر وویل، چې وسله والو طالبانو د دغه برید پر مهال د پشت کوه ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د پولیسو دوه سرتیري وژل شوي او اوه نورټپیان شوي دي.

هغه وویل، تیره شپه طالبانو د فراه ښار په څنډو کې هم د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې د پولیسو دوه سرتیري ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر په دغو جګړو کې د ۲۶ طالب وسله والو د وژل کیدو خبر هم ورکړی او ویلي دي، چې ۱۴ نور طالب وسله وال په دې نښتو کې ټپیان شوي هم دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د فراه د ولایت د تیرې شپې په جګړو کې یې ۳۵ افغان امنیتي سرتیري وژلي او دوه یې ژوندي نیولي دي.

د دې پیښې دوه ورځې وړاندې هم د طالبانو په یو برید کې د ملي شاوخوا لس منسوبین مړه او ژوبل شوي وو.