سږکال افغانستان کې د کانګو تبې له امله ۳۴ تنه مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر په درشل کې، د کانګو ناروغۍ یا د وینې بهوونکې تبې خپریدو ته په اشارې وايي، په روان کال کې تر اوسه د دغې ناروغۍ له امله ۳۴ تنو خپل ژوند لاسه ورکړی دی.

د دغه وزارت د نړیوالو اړیکو رئیس او ویاند داکتر وحید مجروح امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې سږکال د افغانستان په لسو ولایتونو کې۲۴۹ تنه د کانګو په ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه زیاته کړه "د دغو لسو ولایتونو په سر کې د هرات ولایت تر ټولو زیاتې پېښې لري، چې اوسمهال ۸۴ پیښې په کې ثبت شوي او لس تنه مړه شوي او تر ټولو لږې موږ په کندز ولایت کې لرو، چې هلته پنځه پېښې ثبت شوي او په خواشینۍ سره دوه تنه وژل شوي دي".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې، تیر عیسوي کال په افغانستان کې د کانګو تبې ۲۴۵ مثبتې پیښې ثبت شوې وې، چې له دغې شمیرې ۵۰ تنو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د دغه وزارت د ویاند پر وینا، د لوی اختر په ورځو کې د څارویو د ذبح کولو پر مهال، د کانګو د تبې پر ناروغي د خلکو د اخته کیدو احتمال زیاتیږي.

ښاغلي مجروح وویل، چې له کانګو تبې څخه د ژغورنۍ لپاره، د کرنې او ارشاد، حج او اوقاف وزارتونو سره په ګډه د عامه پوهاوي پراخ پروګرامونه په پام کې نیول شوي، ترڅو خلکو ته پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو د څرنګوالي او وقایې په برخو کې معلومات ورکړي.

د کانګو د ناروغۍ ویروس په ګڼو اهلي او وحشي څارويو کې ځای لري او تر ډیره بریده هغه کسان ورباندې اخته کیږي، چې له څارویو سره سر او کار لري.

د وینې بهوونکي تبې یا کانګو ناروغۍ د کنې له لارې، د څاروي د ذبحې پر مهال او یا له ذبحې وروسته د مکروبي وینو او د څارويو د وړیو په تماس سره خلکو ته انتقال کیږي.

د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی، هغه کسان چې قُرباني کوي او یا په څارویو لاس وهي، له دستکشو او نورو مخصوصو جامو څخه استفاده وکړي او د کنې د تشخیص لپاره سپینې او د روښانه رنګ لرونکې جامې واغوندي.

ډاکټران وايي، په انسان کې د کانګو د ناروغۍ نښې شدیده تبه، د سر او عضلاتو درد، د سترګو سوروالی، له رڼا څخه ویره، زړه بدوالی، کانګې، د ګیډې درد او نس ناستی دي او که چیرې دا ډول علایم په چا کې لیدل کیږي، ژر ترژره دې نږدې روغتیايي مرکز ته ځان ورسوي.