یو ۱۴ کلن امریکایي ځوان د پوهنتون څخه په فراغت د سپیس ایکس شرکت کې د انجینر په توګه وګمارل شو

کایران کوازي

د کالیفورنیا ایالت د "بې ایریا" اوسیدونکی ۱۴ کلن کایران کوازي، چې راتلونکې اونۍ به د سپیس ایکس Space-X په فضايي شرکت کې د سافټویر انجنیر په توګه خپله لومړۍ دنده پیل کړي د کالیفورنیا د سانټا کلارا پوهنتون د تر ټولو ځوان فارغ التحصیل دی.‌

نوموړی به د روان جون‌ میاشتې پر ۱۷مه (غبرګولي ۲۷مه) د سانټا کلارا پوهنتون څخه د کمپیوټر ساینس او انجینرۍ په برخه کې په فراغت سره ددغه پوهنتون د ترټولو ځوان فارغ التحصیل نوم خپل کړي.

دغه ۱۴کلن زلمی چې د کالیفورنیا ایالت د المیدا ښارګوتي په پلیسنټون سیمه کې زیږیدلی دی، مور او پلار یې وايي چې هغه په دوه کلنۍ کې په بشپړو جملو خبرې کولې.

هغه وویل: "په دریم ټولګي کې زما ښوونکو، مور او پلار او زما معالج ډاکټر ته څرګنده شوه چې زما د چټک زده کړې وړتیا ته په کتو سره، ‌په ښوونځي کې تدریجی زده کړه زما لپاره مناسبه لاره نه ده."

په اوه کلنۍ کې، کیران په "یانګ ونکوس" کوډینګ اکاډمۍ کې د "پایتون" پروګرامونو زده کړه پیل کړه. په لس کلنۍ کې یې په کلیفورنیا کې د "لاس پوزیتاس کالج" کې نوم لیکنه وکړه او د دې کالج تر ټولو ځوان محصل شو. همدا راز نوموړي د مصنوعي ځیرکتیا څیړنې همکار په توګه د "انټل" لابراتوار څیړنېزې ادراې کې د زده کړې یو دوره بشپړه کړه.

۱۴ کلن کایران چې اوس مهال د سپیس ایکس فضايي شرکت د سټارلینک سپوږمکۍ ګروپ کې د سافټویر انجینر په توګه ګمارل شوې، کار به یې راتلونکې میاشت پیل شي. هغه له "سیاټل ټایمز" ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي:" زه د خپل ژوند د دې نوي څپرکي له امله ډېر خوښ یم".

هغه وویل چې د پوهنتون کلونه یې د ژوند تر ټولو خوشحاله کلونه وو. کایران یادونه وکړه چې سره له دې چې په سانټا کلارا پوهنتون کې هغه د خپلو ټولګیوالو په پرتله څو کاله ځوان دی، خو ټولګیوال یې ژر ورسره عادت شول.

کایران خوشحاله دی چې نوموړي ته د هغه د عمر په پرتله، د مهمو شیانو د تجربې کولو فرصت ورکړل شوی دی.

نوموړی به راتلونکې جولای میاشت کې د کالیفورنیا له پلیسنټون څخه واشنګټن ایالت ته ولاړ شي، ترڅو په ریډمونډ کې د سټار لینک ګروپ سره خپله دنده پیل کړي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فاکس نیوز او اې بي سي خبري اژانس راپور کارول شوی.