کونړ کې د پولیو نوې پېښه ثبت شوې

تېر عیسوي کال په افغانستان کې د پولیو څوارلس مثبتې پيښې ثبت شوي وې.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په ایلګل دره کې یوه درې نیم کلنه انجلۍد ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر ناروغۍ اخته شوې ده.

د روان عیسوي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې دا په افغانستان کېد پولیو څلورمه پېښه ده چې ثبت شوی ده.

د کونړ د عامې روغتیا ریاست کې د واکسین د پروسې مشر ډاکټر محمد اسحاق امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دغې ماشومې د پولیو هیڅ ډول واکسین نه دی اخیستی.

ډاکټر محمد اسحاق وویل" دغې کورنۍ له واکسین سره مخالفت کوه او خپل هیڅ یوه ماشوم ته یې د پولیو ضد واکسین ورکړی نه دی او هم به یېد واکسین په هکله خلکو ته منفي تبلیغات هم کول".

د سیمې یو تن اوسېدونکي فقیر محمد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، په پولیو د اخته شوې ماشومې کورنۍ اصلآ د پاکستان د سوات سیمې اوسېدونکې ده، چې څو کاله مخکې کونړ ته راکډه شوې ده.

له دې سره سره د کونړ په مرکز اسداباد کې د پولیو محیطي وایروس هم موندل شوی دی او روغتیايي چارواکي وايي، چې د له منځه وړلو لپاره یې هڅې دوام لري.

په کونړ کې د پولیو پېښه په داسې حال کې ثبت شوې ده، چې له دې وړاندې د پولیو دوه پېښې په کندهار او یوه په ننګرهارولایتونو کې ثبت شوي دي.

روغتیایي چارواکي وایي، چې د روان عیسوي کال په دریو لومړیو دریو میاشتو کې د پولیو څلور مثبتو پيښو ثبت د اندیښنې وړ مسله ده او ټینګار کوي، که چیرې خلک د واکسین په تطبیق کې له دوی سره همکاري ونه کړي، نو کیدای شي د د پولیو د پیښو شمیر نور هم لوړ شي.

تېر عیسوي کال په افغانستان کې د پولیو څوارلس مثبتې پيښې ثبت شوي وې.