په زرګونو لاریون کوونکو نن سهار اته بجې د کابل له لویدیځ څخه د اوو هزاره مړو تابوتونه راپورته او د جمهوري ریاست د ارګ تر دروازې یې د اعتراض په توګه ولیږدول.
دغو لاریون کوونکو ویل چې د یو قوم پورې تړاو نه لري، بلکې په افغانستان کې د ټولو قومونو استازیتوب کوي.
دغو لاریونکوونکو د هزاره مسافرو په ژغورلو کې د پاتې راتلو له امله د افغان حکومت پرمشرانو هم سخت انتقادونه کول او د جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله د استعفی غوښتنې یې کولې او شعار یې ورکاوه چې " غني، عبدالله تاسو ته ننګ دی، استعفی وکړئ".
پدغه لاریون کې په زرګونو کسانو چې په زیات شمیر ښځو هم په کې برخه اخېستې وه، د طالبانو او پاکستان په خلاف هم شعارونه ورکو ل او ویل یې "مرګ په طالبانو، مرګ په پاکستان ".
پدې لاریون کې د عامو خلکو ترڅنګ د ولسي جرګې ځینو غړو هم برخه لرله.
ددغه لاریون وړاندې تیره ورځ په غزني او بامیانو کې هم په زرګونو لاریون کوونکو د دغې پیښې غندنه وکړه.
افغان حکومت وایي چې ټاکل شوې چې ژر یو لوړپورې پلاوی د دغې پیښې د قربانیانو د کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره غزني ته لاړ شي.
په دغه پلاوي کې د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق، د سرحدونو او قبایلو د چارو وزیر محمد ګلاب منګل او د ترانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزیر محمدالله بتاش شامل دي.
د پیښې په وړاندې عکس العملونه
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یوناما هم ددغو اوو ملکي وګړو وژنې غندلي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولس هیسم په یو بیان کې دا وژنه ویرونکي بللې ده.
همداشان د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامدکرزي، په کابل کې د امریکا سفارت او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دا پیښه په سختو ټکو غندلې ده.