وفايي زاده: طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې پر رسنیو محدودیت لګولی

وفايي زاده: طالبانو پر سنیو محدودیت وضعه کړی؛ طالبان نه مو دی وضعه کړی

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ګڼو ولایتونو کې د جګړو زیاتوالي ته په اشاره د طالبانو لخوا د رسنیو په وړاندې محدودیتونو او د تاریخي اباداتو په وړاندې د پرتو ګواښونو په اړه اندېښنه ښيي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد قاسم وفايي زاده نن یکشنبه جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۷) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ۵۱ خبریالان پخپلو ولایتونو کې د نا امنیو له امله کابل ته راغلي دي.

هغه زیاته کړه چې ۷۱ خبریالان د خبریالانو د خوندیتوب پروګرام له لارې د وېزې په اخیستلو سره له هیواد څخه بهر ته تللي دي.

وفايي زاده وویل: "کومو سیمو ته چې طالب لاسرسی پيدا کړی دی، بدبختانه هغه پخوانی سیاست چې د رسنیو او بیان ازادۍ په وړاندې محدودیت دی، مخته وړي."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زیاته کړه چې د هرات په شینډنډ کې میهن، په بغلان کې پیمان، په سمنګان کې سیمای صلح، بلخ کې نوبهار او په کندز ک جیحون راډیو د طالبانو تر فشار لاندې د هغه ډلې تبلیغات خپروي.

هغه وویل چې طالبانو د دغه راډیوګانو ښځينه کار کوونکي پر کورونو کښېنولي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو په اساس په هیواد کې د جګړو له امله د یو شمېر رسنیو فعالیتونه هم درېدلي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د افغان چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د دوی تر حاکمیت لاندې سیمو کې پر رسنیو محدودیت نشته او تاریخي ابدات هم له تخریب څخه خوندي دي.