افغانستان کې امنیتي ګواښونو روغتیايي خدمتونه اغیزمن کړي

د تیر سپټمبر په میاشت کې د زابل په مرکز کې د وسله والو طالبانو په برید کې د دغه ولایت مرکزي روغتون ړنګ شو.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د روغیتايي خدمتونو پر وړاندې پرتو امنیتي ګواښونو باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې دغو ګواښونو روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاس رسی محدود کړی دی.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" د چهارشنبې د ورځې ( لړم ۸مه) راپور کې ویلي، چې اوس هم د افغانستان په شمال کې د سمنګان په ولایت کې ۱۹ روغتیايي مرکزونه بند پاتې دي.

د " اوچا" د راپور له مخې د دغو مرکزونو په تړلو سره شاوخوا ۱۸۰ زره وګړي له روغتیايي خدمتونو څخه محروم شوي دي.

دا مرکزونه د اکتوبر په لومړیو اونیو کې د امنیتي ګواښونو له امله تړل شوي دي.

"اوچا" وايي، چې د دغو مرکز ونو د بیرته پرانیستلو لپاره خبرې روانې دي.

همداشان د ملګروملتونو د بشري مرشتو د همغږۍ دفتر په دغه راپور کې د غور په ولایت کې تیره اونۍ د وسله والو له خوا د دوو روغتیايي کارکوونکو وژل تائید کړي دي.

" اوچا" وايي، په تیرو دوو اونیو کې په غور کې دوه ځلې پر روغتیايي کارکوونکو باندې بریدونه شوي دي.

تیره اونۍ وسله والو سړو د " سي ایچ اې" په نوم د یوې افغان غیر حکومتي ادارې پر روغتیايي کارکوونکو برید وکړ، چې د یوې ښځې په ګډون دوه روغتیايي کارکوونکي په کې ووژل شو.

د عامې روغتیا وزارت هم په افغانستان کې پر روغتیايي کارکوونکو باندې د بریدونو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند احمد توحید شکوهمند امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په تیرو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې نږدې ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه د " ناامنۍ او سیاسي مسایلو" له امله په وقفوي ډول تړل شوي وو، چې د قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب بیرته پرانیستل شوي دي.

ښاغلي شکوهمند وویل " کله کله داسې شوي، چې په یو سیمه کې جګړه کیږي له امله یې هیڅوک دې ته نه حاضریږي، چې کلینک ته مراجعه وکړي هم ډاکټر او هم کلیوال دا ډول واقعات وو".

د عامې روغتیا د وزارت مرستیال ویاند وویل، چې د عامې روغتیا سکټور یو غیر سیاسي سکټور دی او باید ښکیلې غاړې دغه سکټور ته د زیان له رسولو ډډه وکړي.

ملګروملتونو ویلي، چې په افغانستان کې تیرې لس میاشتې د مرستې رسونې کارکوونو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشتې وې، چې په ترڅ کې یې د مرستې رسونې ۲۰ کارکوونکي وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي او هم ۳۳ نور وسله والو تښتولي دي.