پاکستاني سرتېرو سره نښته کې درې افغان سرتېري ټپیان شوي ـ چارواکي

تصویر: ارشیف

د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوه پاس سیمه کې د پاکستاني ملېشو په بریدونو کې درې افغان سرحدي پولیس ټپیان شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د سې شنبې په ورځ د «سلواغې پرلومړۍ نېټه» امریکا غږ ته وویل چې لومړی پاکستاني ملېشو د افغان سرحدي پولیسو پر امنیتي پوستو د سپکو او درندو وسلو بریدونه کړي، چې وروسته افغان سرتېرو هم له ځان څخه د دفاع لپاره پر مقابل لوري بریدونه کړي دي.

ښاغلي مصمم زیاته کړه، چې یادې نښتې تر شااوخوا درې ساعتونو پوري دوام وکړ، دا جګړه دوشبنه (جنوري۲۰) وشوه.

نوموړي زیاته کړه: "د پاکستاني ملېشو لخوا پر افغان پوستو باندې ډزې شوي، د راکټ او هاوان مرمۍ یې هم دغه لوري ته توغولي، په سیمه کې پر یوه کور لګېدلي دي، درې تنه سرحدي پولیس هم ټپیان شوي دي."

هغه وویل پر کور لګېدلي توغوندي کې چاته د سر زیان نه دی رسېدلی، خو مالي زیان یې اړولی دی.

د کونړ چارواکي وايي چې اوس په سیمه کې وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی. چارواکي وايي چې د پاکستاني ملېشو د یاد برید لامل تر اوسه نه دی روښانه چې ولې پر افغان امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د کونړ د والي ویاند همدارنګه زیاته کړه چې ناوه پاس سیمې ته غځېدلې لار له تېرو شپږو کلونو راپدېخوا د یو لړ ستونزو له امله تړل شوې وه، چې په دې وروستیو کې د افغان سرتېرو تر عملیاتو وروسته بېرته خلاصه شوې وه.

ناوه پاس یوه مشهوره سیمه ده، چې د افغانستان د بېلابېلو سیمو څخه ګڼ شمېر سیلانیان یې د لیدو لپاره ورځي.

مصمم زیاته کړه: "له تېرو پنځو شپږو کلونو د دغه سیمې لارې بندې وې، وروسته افغان امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې دغه لاره خلاصه کړي، دغه سیمې ته د هیواد له نورو سیمو نه سیلانیان راځي او ډېره مشهوره شوې سیمه ده."

د پاکستان حکومت تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې. تر دې مخکې هم پر ډیورنډ فرضي کرښې د افغان او پاکستاني سرتېرو ترمنځ نښتې شوي دي.