کابل کې چاودنو د ۵ حوزې د امر په ګډون دوه تنه وژلي، ۵ تنه ټپیان دي

تر دا مهاله د دغه چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی

په کابل ښار کې د هدفي چاودنو په دوام نن چهارشنبه د درې پرله پسې چاودنو له کبله دوه تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنې نن چهارشنبه فبرورۍ لسمه (سلواغې ۲۲) سهار د څو دقیقو په توپیر په پغمان ولسوالۍ او کابل ښار کې شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، لومړۍ چاودنه څه باندې ۸ بجې د پغمان ولسوالۍ په «عبدالعلي کلي» کې د پولیسو پر رنجر موټر شوې چې په وینا یې مرګ ژوبله نه لري.

نوموړي زیاته کړې چې دوهمه چاودنه تر هغه وروسته د کابل ښار د دوهمې ناحیې په «قوای مرکز» سیمه کې پر یوه فورټینر موټر شوې چې په وینا یې څلور تنه پکې ټپيان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، دریمه چاودنه د کابل ښار «بره کي څلور لارې» ته نژدې پر یو لنډ کروزر موټر شوې چې په وینا یې دوه تنه پکې وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی.

پر همدې مهال د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې په نننۍ چاودنه کې د کابل ښار د پنځمي امنیتي حوزې امر محمدزی کوچی هم وژل شوی دی.

امرالله صالح محمدزی کوچی یو غښتلی امنیتي افسر بللی او د غچ اخیستلو ژمنه یې کړې ده.

د یادونې وړ ده چې تیره ورځ هم د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د ناڅرګندو کسانو په هدفي برید او په شپاړسمه امنیتي حوازه کې د چسپکي ماین چاودنې له امله پنځه تنه ووژل شول.

یاد وسله وال برید او ماین چاودنه د کلیو او پراختیا او بهرنیو چارو وزارت پر مامورینو شوی وه.

تر دا مهاله د یادو چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.