هند وايي د چین سره یې جګړه کې درې سرتېري وژل شوي

چین لا د هند د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي

د هند پوځ وايي چې د چین او هند ترمنځ سرحد کې له چینايي سرتېرو سره یې په جګړه کې درې عسکر وژل شوي دي.

هند داسې مهال له چین سره د وسله والې شخړې خبره کوي چې په دې وروستیو کې د نوي ډیلي‌ او بیجنګ تر منځ اړیکې خرابې شوې او دواړو هېوادونو په سرحدونو کې زرګونه سرتېري ځای په ځای کړي دي.

په همدې حال کې رویټرز خبري آژانس د دریو هندي چارواکو له خولې لیکلي دي چې په دغې جګړې کې ۱۲ هندي‌سرتېري وژل شوي دي.

د هند پوځ د سه شنبې په ورځ جون ۱۶ (غبرګولي۲۷) وویل چې نښته د همالیا په سیمه کې شوې او دواړو غاړو ته تلفات اوښتي دي.

د هند د پودیچري ایالت وزیر نارانایاسامي هم په خپل ټویټر کې د دریو هندي سرتېرو د وژلو خبر تاید کړی دی.

هغه لیکلي‌ دي چې د هند او چین د ځواکونو ترمنځ په سرحدي سیمه (لدک) جګړه شوې او درې هندي سرتېري وژل شوي‌ دي. نوموړي د دغو سرتېرو په وژلو خواشینې ښولې ده او هغو یې ستایلي چې د خپل وطن لپاره یې قرباني ورکړه.

چین لا د هندي‌چارواکو ددغو ادعاو، د جګړې او تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو تل یې هند تورن کړی دی چې سرحدي شخړو ته لمن وهي.

د هند پوځ وايي چې د حالاتو د کنترولولو لپاره په سرحد کې د دواړو هېوادونو چارواکو خبرې پیل کړي دي.

د هند د پوځ یو افسر وویل چې د هند او چین د سرحدي ځواکونو ترمنځ شخړه لاس په لاس شخړه وه او کوم ډز په کې نه دی شوی.

د هند او چین ترمنځ په سرحدونو کې وخت ناوخته شخړې کیږي خو په تېرو لسو کلونو کې د مرګ ژوبلې کوم خبر ورکړل شوی نه و.

هند او چین د ځینو سرحدي سیمو د مالکیت دعوي لري.