شمالي وزیرستان کې درې پاکستاني پوځيان وژل شوي

د شمالي وزیرستان په «دیواګار» سیمه کې د وسله وال برید په ترڅ کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د امریکا غږ ډېوې څانګې د راپور له مخې د پاکستان دولتي رسنیو نن شنبه اپرېل ۲۳ (غوايي دریمه) د دغه هیواد د پوځ مطبوعاتي ادارې له قوله ویلي چې دغه سرتیري نن شنبه «د افغانستان له لوري په ترهګریز» برید کې وژل شوي دي.

د امریکا غږ ډېوې څانګې د پاکستاني رسنیو له قوله ویلي چې پاکستاني پوځ د برید پر مهال وسله والو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

بلخوا د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې په یوې بلې اعلامیې کې ویلي چې وړمه شپه د بلوچستان ایالت اواران سیمې ته نژدې کاهان سیمه کې د دغه هیواد یو سرتیری د وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ ویلي چې په متقابلو ډزو کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

تر دا مهاله پر پاکستاني پوځ د تازه بریدونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه منلی دی. خو تر دې مخکې پاکستاني طالبانو (TTP) په روژه کې د پسرلنیو عملیاتو پیلېدو خبر ورکړی و.

د یادونې وړ ده چې د روانې اپرېل میاشتې پر ۱۵مه د شمالي وزیرستان په د«دیګان» سیمه کې هم د وسله والو په برید کې اته پاکستاني عسکر وژل شوي و.

تر یاد بریدو وروسته د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې پر ملکي وګړو د پاکستان د هوايي بریدونو راپورونه ورکړل شول.

په خوست ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکو د اپرېل ۱۶ (وري ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې د دغه ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۴۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د دې ترڅنګ د کونړ په ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله امریکا غږ ته وویل چې په همدغه شپه د شلتن ولسوالۍ په چوګام سیمه کې د پاکستاني ملېشو په توغندیزو بریدونو شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د هوايي ځواکونو دا برید غندلی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي ‌چې پاکستان دې بیا «اشتباه نه تکراروي او د افغانانو حوصلې دې نه ازمايي» چې په خبره یې بدې پایلې به ولري، خو نه یې دي ویلي‌چې څه ډول بدې پایلې.

د پاکستان پوځ د دغو هوايي بریدونو په اړه لا تر دې دمه کومه تبصره نه ده کړې خو له دغو بریدونو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې له طالبانو غوښتي دي چې د هغو اور پکو په ضد «جدي اقدامات» وکړي چې له «افغان خاورې څخه په پاکستان کې بریدونه» کوي.

طالبان دا خبره نه مني چې ګنې دوی دې د پاکستان ضد عناصرو او یا پاکستاني طالبانو ته دې پناه ورکړې وي.