درې پاکستاني سرتیري د وسله والو سره په جګړې کې وژل شوي

د پاکستان پوځ تائید کړې چې د جنګیالیو په برید کې درې سرتیرې او دوه جنګیالي وژل شوي.

د پاکستان پوځ وایي درې سرتیري د خیبر پښتونخوا د کُرمې په ولسوالۍ کې د وسله سره په جګړې کې وژل شوي.

پوځ پنجشنبه ډسمبر ۲۹ (مرغومي۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په جګړې کې دوه جنګیالي هم وژل شوي خو په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې دا جنګیالي څوک او د کومې ډلې غړي و.
د سیمې اوسیدونکو او ځایي خبریالانو ویلي چې دا پیښه د لمر خاته څخه وړاندې هغه وخت وشوه چې یو شمیر وسله وال چې د افغانستان څخه پاکستان ته اوښتي و، د دې هیواد د پوځ په پوستې برید وکړ او درنه مرګ ژوبله یې واړوله.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې خو پخوا دا ډول بریدونه د پاکستاني طالبانو غورځنګ کول.

د پاکستان دا پوځیان داسې مهال وژل کیږي چې په اسلام آباد کې چارواکي اندیښنه لري په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو راهیسې پاکستاني طالبانو خپل فعالیتونه ډیر کړي او د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونو زور اخیستی.


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پنجشنبه خبریالانو ته وویل چې د افغان طالبانو سره په سرحد کې د چارو د تنظیم او امنیت په هکله په خبرو اخته دي.

میرمن بلوچ زیاته کړه، " افغانستان (د طالبانو سرپرست حکومت) ځینې ډاډګیرنې ورکړي او هیله لرو چې د دې ژمنو درناوی به وشي".

سره لدې چې پاکستان ادعا لري چې د پاکستاني طالبانو مشران په افغانستان کې پټ دي او له هماغه ځایه بریدونه تنظیموي خو بل پلو بیا افغان طالبانو ویلي هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د دې هیواد خاورې څخه د بل چا پر ضد کار واخلي.

افغان طالبانو حتی د پاکستاني چارواکو او پاکستاني طالبانو تر منځ د خبرو اترو کوربه توب هم کړی و او ویل کیږي چې د دې ډلې مشر نور ولي محسود هم پکې برخه درلوده.

سره لدې چې د خبرو په نتیجه کې موقتي اوربند هم شوی و خو پاکستاني طالبانو د روان ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې په یو اړخیزه توګه اوربند مات کړ او د پاکستان په حکومت یې تور پورې کړ چې د اوربند درناوی یې ندی کړی.

په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت یو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي هر هغه څوک چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا بل کوم هیواد پر ضد وکاروي، د "غدارۍ" په تور به ونیول او محاکمه شي.

ښاغلي مجاهد امریکا غږ سره په مرکې چې د سپټمبر د میاشتې په لومړیو شپو ورځو کې په کابل کې ورسره شوې وه د هغو ادعاوو په ځواب کې چې ګڼې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په هغه هیواد کې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ ګرځیدل راګرځیدل او د فعالیت آزادي ډیره شوې وویل، "هر هغه څوک چې دلته دي، اجازه نلري چې دا ډول کړنې وکړي ځکه هغوي مونږ ته ډاډ راکړی چې بل هیواد ته به خطر نه پیښوي."

ښاغلي مجاهد پدې مرکې منلې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په ګډه پوله د امنیت ټینګول لا هم د دې ډلې د ځواکونو لپاره یوه ستونزه ده او زیاته یې کړه "ځینې داسې ځایونه شته چې لا هم زمونږ ځواکونه پکې ندي ځای پر ځای شوي او د هغوي د امنیت ساتلو لپاره هوایي ملاتړ ته اړتیا لرو."

د طالبانو دې ویاند وویل چې پاکستان ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان د خاورې څخه به د هغوي پر ضد کار وانخیستل شي خو تر څنګ یې د پاکستان څخه هم وغوښتل چې پرې نږدي د هغوي خاوره د افغانستان پر ضد وکارول شي.