اداري فساد؛ د روغتیا پخواني وزیر خپلوان په بند محکوم شول

د افغانستان ستره محکمه وايي چې د عامې روغتیا په وزارت کې د اداري فساد په یوې دوسیې کې د دغه وزارت د پخواني وزیر احمد جواد عثماني خپلوان د حبس په سزا محکوم شوي دي.

د افغانستان د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم امریکا غږ ته وویل چې دغه کسان د لومړنۍ محکمې له خوا د حبس په سزا محکوم شوي دي.

ښاغلي قویم وویل: "په دې قضیه کې د بډو د اخیستلو دوه اصلي فاعلین چې احمد شکران عثماني او فریدون سلطاني دی هر یو په لس کاله او یوې میاشتې تنفیذي بند محکوم شوي دي".

ښاغلي قویم زیاته کړه چې د محکمې د پرېکړې په اساس دغه کسان حکومت ته د هغو پیسو په بېرته ورکولو هم مکلف شوي چې د بډې په توګه یې اخیستې وې.

د افغانستان د سترې محکمې د ویاند په وینا په یاده قضیه کې د حامد حمیدي په نوم بل دخیل کس په دوه نیم کاله حبس محکوم شوی او د احمد کاوه په نوم تورن کس برائت ترلاسه کړی دی.

هغه وویل چې د لومړنۍ محکمې پریکړه نهايي نه ده او درې محکوم شوي کسان د استیناف غوښتنې حق لري.

دغه کسان د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې د "رشوت غوښتلو" په تور نیول شوي وو چې د افغانستان د عامې روغتیا پخواني وزیر احمد جواد عثماني ورور هم په کې شامل دی.

د افغانستان د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي هغه مهال وویل چې دغه کسان د بډو اخیستلو او اداري فساد په تور د افغانستان د روغتیا وزارت د یو شمیر کارکوونکو د اطلاع او شکایت وروسته ونیول شول.

له دغې قضیې وروسته د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د عامې روغتیا پخوانی وزیر احمد جواد عثماني له دندې ګوښه کړ.

تیره اونۍ ښاغلي غني په یوې غونډه کې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وکړه چې بهر ته د طبي تجهیزاتو د قاچاق مخ ونیسي او خبرداری یې ورکړ که چېرې له روغتیايي مرکزونو څخه "د ګازو یوه ډبه او یا طبي تجهیزات" ورک شي، مسول کس به ۲۰ کاله زنداني کړي.