کندهار کې په دوو جلا پېښو کې درې افغان سرتېري وژل شوي

نن جمعه تر غرمې مخکې فبروري ۷مه(سلواغې۱۸مه) د ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د خواجک بابا په سيمه کي دوه تنه د ناپيژانده وسله والو په بريد کې وژل شوي دي.

په ړوژل شويو کسانو کې يو تن د هلمند په پوليسو او بل تن د ملي امنيت له ادارې سره کار کاوه.

د کندهار د پوليسو وياند جمال بارکزي د پېښې په اړه امریکاغږ اشنا ته وويل چې پوليسو د بريد د عاملينو د نيول کيدو هڅي پيل کړي.

تېره چهارشنبه د ښار په مرکزي برخه کې يوه ښځينه پوليسه هم په غلچکي بريد کې وژل شوې وه.

په کندهار کې د غلچکي بريدونو له زيات والي څخه د دې ښار اوسيدونکي په اندېښنه کې دي.

دغه راز په تيره يوه مياشت د هوايي ځواک د يوه پيلوټ په ګډون ۱۵ تنه نور په کندهار ښار کې د غلچکي بريدونو په ترځ کې وژل شوي.

بلي خوا ته نن غرمه د شاه وليکوټ ولسوالی د هلې بند د امنيتي کمر بند مسؤل څارن محب الله هم د ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.

د هلې بند د کجکي وروسته په جنوب کې د اوبو ستر بند دی چي د امنيت ساتلو لپاره يې پوليس په سيمه کې امنيتي کمربند لري.

د شاه وليکوټ امنيه قومندان سمونوال پاچا خان امریکا غږ ته وويل چې د څارمن محب الله د سپرلی موټر د هلې په بند کي د سړک د غاړي پر ماين ختلی هغه وژل شوی او يو ساتونکی يې ټپي شوی.

د هلې بند په کندهار د تفريح له عمده سيمو څخه هم ګڼل کيږي چي هره جمعه سل ګونه کسان د تفريح لپاره ورځي.

تر اوسه د دغه پېښو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.