دریو سایسنپوهانو په ګډه د کیمیا د نوبل جایزه وګټله  

د کیمیا د نوبل جایزې ګټونکو تصویرونه

د سویډن شاهي سلطنتي اکاډمۍ نن چهارشنبه اکتوبر پنځمه (تلې۱۳مه) اعلان وکړ چې د کیمیا د نوبل جایزه یې په مشترکه توګه دریو ساینسپوهانو ته ورکړه.

په دغو دریو سایسنپوهانو کې کارولین برتوزي او باري شارپلس د متحدو ایالتونو او مورتن میلدال د ډنمارک دي. د دغې جایزې مالي ارزښت ۹۰۰زره امریکايی ډالر دی.

د دغې اکاډمۍ د معلوماتو په اساس دغو څېړونکو د کلیک کیمیا [مالیکولونو تړل] د انکشاف او پراختیا په برخه کې څېړنې کړې وې چې د حجرو او بیولوژیکي څېړنو کې ترې کار اخیستل کېږي.

د سویډن شاهي اکاډمي ‌وايي چې میدال او شارپلس یو داسې کیمیاوي عکس العمل وړاندې کړی چې دا مهال په لویه اندازه په درملو، موادو او «ډي ان ای» په طرحه کولو کې کارول کېږي. برتوزي چې د ژوندیو موجوداتو په داخل کې د هغو عکس العملونو په اړه په خپل تحقیق سره دا څېړنه نوره هم غني کړه.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې بارلي شارپلس تر دې مخکې په ۲۰۰۱ کال کې هم د کیمیا په برخه کې یوه جایزه ګټلې وه.

تر دې مخکې د فزیک په برخه کې د نوبل جایزه په مشترک ډول هغو دریو پوهانو ته ورکړل شوه چې د کوانټوم میکانیکس په اړه یې څیړني کړي او دا یې ثابته کړې حتی که واړه ذرات له یو بل څخه جلا هم وي، کولی شي خپل ارتباط وساتي.