سالنګ کې واورې وریدو د موټرو تګ راتګ ستونزمن کړی

د سالنګ لویې لارې د ساتنې او څارنې مشر جنرال رجب وايي، چې په سالنګونو کې د زیاتې واورې وریدو له امله یې، د ټیلري موټرو له ډریورانو څخه غوښتي، چې په دغه مسیر له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

جنرال رجب امریکا غږ ته وویل، چې په سالنګونو کې له تیرې شپې راهیسې ۶۰ سانتي متر واوره وریدلې او لا هم په سیمه کې د واورې اورښت دوام لري.

هغه وویل "نن سهار مو خبر ورکړ، هغه ټیلري وسایط چې د سالنګونو په مسیر کې د حرکت کولو وړتیا نه لري، د سالنګونو په مسیر کې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي. دوی په خپله له موږ څخه احوال اخلي، همدا اوس له تورخم او حیرتان څخه له موږ سره په اړیکه کې دي، کله چې د سرک وضعیت ښه شو هغوی راغواړو".

د جنرال رجب پر وینا، ټیلري وسایط په سیمه کې ستونزې جوړوي او د نورو وسایطو د تګ راتګ په وړاندې خنډ رامنځ ته کوي، نو ځکه یې د دغو وسایطو له ډریورانو څخه غوښتي، چې د وضعیت تر سمیدو پورې د سالنګ له لارې تګ ونکړي.

جنرال رجب زیاته کړه، چې د سالنګ لویه لاره د مسافروړنکو او کوچنيو وسایطو پر مخ خلاصه ده خو ټینګار یې وکړ، چې دغه وسایط باید د تګ راتګ پر مهال په خپلو ټیرونو کې زنځیرونه ولګوي.

هغه زیاته کړه، چې په سیمه کې د هر ډول ناوړې پیښې د مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي.