متقي پاکستان ته: د پېښور چاودنې په اړه دقیقه پلټنه وکړئ، د خپل بام واورې د بل په بام مه اچوئ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، پاکستان دې د پېښور وروستۍ چاودنې په اړه دقیقه څېړنه وکړي او افغانستان ته دې د ملامتۍ ګوته نه نیسي.

ښاغلي متقي نن چهارشنه په کابل کې د طالبانو حکومت لخوا دمعتادینو درملنې ۵۰۰۰ بستریز روغتون د پرانیستلو مراسمو کې وویل چې «اسلامي امارت» د سیمې په ګډون ټولۍ نړۍ او ګاونډیانو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.

متقي د پېښور چاودنې په اړه د پاکستان پارلمان ته د هغه هیواد د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د تیرې ورځې څرګندونو په اشارې وویل چې د پېښور چاودنې په اړه دي دقیقه پلټنه وکړي او د خپل بام واورې دې د بل چا په بام نه اچوي.

نوموړي زیاته کړې: "د پاکستان له محترمو وزیرانو صاحبانو څخه هم هیله کوو چې د خپل بام واورې دې دبل چا په بام نه ور اچوي، خپل مشکلات دې پخپل کور کې وګوري، موږ دا مشوره ورکو چې د پېښور د چاودنې دقیقه پلټنه وکړئ، دا سیمه له جنګونو، باروتو او چاودنو سره بلده ده،دا هیڅ امکان نلري چې یو ځانمرګی او یا یو واسکټ او یا یو وړوکی بم او یا بوشکه دې دومره لوی تخریب وکړي. په تیرو شلو کلونو کې موږ داسې یو بم ونه لیدی نه مو واکسټ ولیدی چې هغه دې د مسجد چتونه هم والوځوي او په سلګونو انسانان دې هم له ځان سره والوځوي.نو د دې باید دقیقه پوښتنه وشي د دې باید دقیقه پلټنه وشي افغانستان ته دې د پړې ګوته نه نیول کیږي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه وویل که د دوی (د پاکستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو) په وینا د ترهګرۍ مرکز په افغانستان کې وای، د متقي په وینا دغه ترهګري به د افغانستان نورو ګاونډیو هیوادونو چین، ایران، ترکمنستان، تاجیکستان او ازبیکستان ته هم غځېدلې وای.

نوموړي زیاته کړه دا چې د افغانستان په شمول دغه ټول ګاونډي هیوادونه په امن کې دي له دې څخه داسې معلومیږي چې دلته (افغانستان) کې داسې خبره (ترهګري) نشته.

متقي د پاکستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته په خطاب کې وویل چې باید یو پر بل له تورونو څخه ډډه وکړو او "یو له بل سره باید همکاري وکړو، یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړو، یو په بل باند تورونه ونه لګوو، یو له بل سره د دښمنې تخم ونه شیندو، دا دواړوه مسلمان هیوادونه او مسلمان ولسونه یو د بل وروڼه دي یو له بل سره به د ورورۍ په فضا کې ژوند کوي."

د تیرې دوشنبې په ورځ جنوري ۳۰ (سلواغه لسمه) د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار په یو جومات کې د چاودنې له امله شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۵۰ تنه نور ټپیان شول.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا برید غندلی و او د «اسلام» له احکامو خلاف یې بللی و.

تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او تحریک طالبان پاکستان هم په دغه چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو تیره ورځ د پېښور مرګونې چاودنې په اړه د دغه هیواد پارلمان ته د معلوماتو ورکولو پرمهال خبرو کې د دې برید مسولیت پر پاکشتاني طالبانو [ټي ټي پي] اچولی و.

پاکستاني چارواکو تر دې مخکې په وار وار ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پټ ځایونه لري، خو د افغانستان تیرو حکومتو نو او اوس مهال د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو ادعاې رد کړي دي.