​د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ایران ته تللی

په ایران کې دولتي مطبوعاتو سه شنبه فبروري ۲۵ ( کب شپږمه ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاروف تهران ته ورغلی او ټاکل شوې چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تر څنګ د نورو جګپوړو چارواکو سره وګوري.

سره لدې چې ایراني مطبوعاتو ندي ویلي چې ښاغلی لاوروف به پدې سفر کې په کومو موضوعاتو وغږیږي خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د یو شمیر نړیوالو موضوعاتو تر څنګ به د روسیې – ایران په اړیکو خبرې وشي.

ښاغلی لاوروف به پدې سفر کې په یمن او سوریې کې د تازه انکشافاتو تر څنګ د تهران او نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره په ۲۰۱۵ کال کې د شوي اتومي تړون په هکله هم خبرې وکړي.

لاروف داسې مهال ایران ته تللی چې له یوې خوا په سوریې کې د بشارالاسد رژیم ړنګ شوی چې د ۲۰۱۱ کال کورنۍ جګړې راهیسې نه یوازې ایران بلکې روسیه ورسره ټینګه ولاړه وه.

بل پلو په لبنان او غزې کې هم د حماس او حزب الله ډلې چې په ایران تور دی دې دواړو ډلو ته نظامي او نورې مرستې ورکوي، د اسرائیل سره په جګړې کې سخت زیان لیدلی او ځپل شویدي.

په عین حال کې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي چې په ایران باندې د اعظمي فشار ساتلو پالیسي به بیرته ژوندۍ کړي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس د خپل واک په لومړۍ دورې کې هم د ایران په هکله همداسې یوه پالیسي درلوده. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د لاسلیک شوې نړیوالې موافقې څخه چې په ایران د اقتصادي بندیزونو لیرې کیدو په بدل کې دې هیواد د اتومي فعالیتونو کموالي ژمنه کړې وه، په یو اړخیزه توګه امریکا وایسته او په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.