د امریکا دوو جګپوړو چارواکو روسیه کې د کړکیچ له کبله خپل سفرونه لغوه کړل

د واګنر ګروپ مشر د روسیې د حکومت سره موافقه کړې چې بیلاروس ته ځي او د هغه پر ضد به جنایي فضیه ختمه شي

د متحده ایالاتو د پوځ عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سلیوان شنبه جون ۲۴ (چنګاښ ۳) وروسته تر هغه خپل سفرونه لغوه کړل چې په روسیه کې د واګنر ملیشو او حکومت تر منځ کړکیچ زور واخیست.

د جنرال ملي یو ویاند د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې وه ښاغلی میلي په رسمي سفر اردن او اسرائیل ته تولاړ شي خو په روسیه کې د وضعیت له کبله دا سفرونه وځنډول شول.

د دې تر ټولو جګپوړي نظامي چارواکي تر څنګ د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا سلاکار جیک سلیوان هم چې ټاکل شوې وه په ډنمارک کې د اوکراین په هکله په غونډې کې برخه واخلي، خو سفر یې ځنډولی.

ښاغلی سلیوان د جمهور رئیس سره د ډیویډ نظامي کمپ ته تللی.

سپینې ماڼۍ ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن د شنبې په ورځ د جرمني، فرانسې او برتانیې د مشرانو سره په روسیې کې د وضعیت په هکله خبرې کړي او د اوکراین سره د ټینګ ملاتړ په دوام یې ټینګار کړی.

سپینې ماڼۍ همدارنګه ویلي چې د روسیې د وضعیت په هکله جمهور رئیس بایډن او مرستیالې کاملا هریس ته معلومات ورکړل شوي او د ورځې په جریان کې به هم د معلوماتو ورکولو دا لړۍ روانه وي.

تر دې وړاندې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا یو ویاند ایډیم هاج د واشنګټن پر وخت جمعه د شپې ناوخته په یوې اعلامیې کې ویلي و چې په روسیه کې د وضعیت په هکله جمهور رئیس جو بایډن ته معلومات ورکړل شویدي.

ښاغلي هاج وویل، "مونږ وضعیت څارو او د انکشافاتو په هکله د خپلو شریکانو او متحدینو سره به مشورې کوو".

د متحده ایالاتو په ګډون د لویدیځو هیوادونو چارواکو د واګنر او حکومت تر منځ کړکیچ د روسیې کورنۍ ستونزه بللې او له همدې کبله یې په مستقیمه توګه پدې هکله خبرې ندي کړي او بل خوا جمهور رئیس پوتین هم نړۍ ته خبرداری ورکړی و چې پدې جنجال کې دې لاس نه وهي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم د لویدیځې اروپا او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو سره په ټیلیفون کې خبرې کړي او د نږدې همغږۍ ژمنه یې ورسره کړې.

د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند ماټ میلر ویلي چې ښاغلي بلینکن پدې خبرو کې ټینګار وکړ چې د اوکراین سره به د متحده ایالاتو په ملاتړ کې بدلون رانشي.

جمهور رئیس بایډن او مرستیالې کاملا هریس شنبه سهار وختي د خپلي ملي امنیت د ټیم سره کتلي چې د دفاع وزیر، د ملي استخباراتو رئیس، د پوځ عمومي لوی درستیز او د مرکزي استخباراتو ادارې مشران پکې شامل دي.

د پوځ یوې سرچینې ویلي چې امریکایي چارواکي په روسیه کې د کړکیچ په هکله تبصرو کې باید د احتیاط څخه کار واخلي ځکه نغواړي چې پوتین او یا بل څوک ددې کړکیچ ملامتي په امریکا او یا غرب واچوي

د واګنر ملیشو مشر یوګیني پریګوژین تیره ورځ د دفاع وزارت په جګپوړو چارواکو تور ولګاوه چې د اوکراین د جګړې په هکله یې ټولنې او جمهور رئیس ته د شخصي امتیازاتو تر لاسه کولو لپاره درواغ ویلي، هوډ وکړ چې مسکو ته به د خپلو سرتیرو سره یو ځای ولاړ شي او نظامي رهبري به ړنګه کړي.

هغه ویلي وسله وال یې چمتو دي چې د روسیې د پوځ پر ضد "تر وروستي حده ولاړ شي او که څوک یې مخه نیسي، تبا به یې کړي".

د واګنر دلې مشر په تازه پیغام کې ویلي چې ټول ۲۵ زره قوي ځواکونه یې مرګ ته چمتو دي. هغه ویلي، "مونږ ټول مرګ ته چمتو یو. ټول ۲۵ زره او بیا ۲۵ زره نور. مونږ د روسیې د ولس لپاره مرو".

یوګني پریګوژین د روسیې د دفاع وزیر سرګې شویکو باندې تور لګولی چې په اوکراین یې ځکه یرغل وکړ چې دی پخپله مارشال شي، یا ورته د روسیې د اتل مډال ورکړل شي.

هغه ویلي، چې ۲۵۰۰۰ وسله وال لري چې کولی شي عدالت پلی کړي

خو ښاغلي پریګوژین په سیمه ایز وخت شنبه ناوخته ناڅاپه اعلان وکړ چې "موږ خپل ځواکونه بیرته پر شا کوو او بیرته ساحوي کمپونو ته ځو".

هغه وویل چې هغه د دې شیبې په اهمیت پوهیږي او نه غواړي "د روسیانووینې توی کړي."

تر دې وړاندې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین هم د واګنر ډلې مشر ته خبرداری ورکړ چې وسله وال بغاوت خیانت دی او هر هغه څوک چې د روسیې پر ضد وسله پورته کړي سزا به ورکړل شي.