پاکستان کې د اورګاډو ټکر کې ۶۳ تنه مړه شوي دي

عکس(ارشیف)

د پاکستان په سیند ایالت کې د دوو مسافر وړونکو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۶۳ تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې دغه پېښه نن دوشنبه جون اوومه (غبرګولې ۱۷) سهار وختي د سیند ایالت په ګوټکي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

چارواکي وايي په دواړو اوګاډو کې ۱۰۰۰ کسان ناست وو.

د سیند ایالت د ګوټکي ولسوالۍ مرستیال عثمان عبدالله رسنیو ته ویلي چې ممکن د مړو شمېر نور هم زیات شي.

د چارواکو په وینا یو اورګاډی له لاهور څخه کراچۍ ته روان و چې له سړک څخه تر اوښتلو وروسته بل اورګاډي سره ټکر کړی دی.

د پاکستان صدراعظم عمران د پېښې په اړه خواشیني ښودلې او د رېل پټلۍ له وزیر څخه یې د پېښې قربانیانو ته د مرستې رسولو غوښتنه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په دغه هېواد کې د اورګاډو د ټکر پېښو کې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.