بایومتریک دستګاوې ټولو ولایتونو ته انتقالیږي- ټاکنو کمیسیون

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون چارواکي وايي، چې ولایتونو ته د بایومتریکه دستګاوو او د رایې‌ ورکوونکو د لستونو د انتقال چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر راتلونکې جمعې ورځې پورې به ټولو ولایتونو ته ورسول شي.

د دغه کمیسیون منشي او ویاند سیدحفظ‌ الله هاشمي د چهارشنبې په ورځ (تلې/میزان ۱۸) خبریالانو ته وویل، چې تر اوسه د رایې ورکوونکو لیستونه او بایومتریکه دستګاوې له ټولو ملحقاتو سره یې فراه، بادغیس، هرات، زابل، کندهار، ارزګان، هلمند او نیمروز ولایتونو ته د ځمکې او هوا له لارې انتقال شوي دي.

هغه زیاته کړه "نن به بدخشان، بغلان، کندز، تخار، پکتیکا، بامیان، دایکندي او غور ولایتونو ته انتقال شي، پاتې ټولې دستګاوې او د رایې ورکوونکو لیست به د جمعې تر ورځې ټولو ولایتونو ته ورسول شي".

ښاغلي هاشمي وویل، چې نن د ولایتونو له مرکزونو څخه ولسوالیو ته د دغو موادو انتقالول پیل شوي دي.

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د رایې ورکوونکو د مشخصاتو د ثبتولو لپاره ۲۲زره بایومتریکه دستګاوې د تلې په ۱۵مه کابل ته ورسیدې او ټاکل شوې چې دا دستګاوې د انتخاباتو له ورځې مخکې د رایې اخیستلو ۲۱زره محلونو ته ورسول شي.

د انتخاباتو نظارت

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې د انتخاباتو له بهیر څخه د نظارت لپاره د جواز ورکولو لړۍ پیل کړې، چې تر دې مهاله یې د ګوندونو، مدنې ټولنې، رسنیو او کاندیدانو په ګډون ۵۳ بنسټونو ته له انتخاباتو څخه د نظارت جوازونه ورکړي دي.

ښاغلي هاشمي وویل "د ګوندونو او سیاسي خوځښتونو د ناظرینو شمیر چې تر اوسه یې له موږ څخه اعتبارلیکونه اخیستي دي ۲۱۰۰ تنو ته، د کاندیدانو د ناظرینو شمیر ۳۸۰۰۷ تنو ته، د رسنیو د ناظرینو شمیر ۳۳۰ تنو ته او له انتخاباتو څخه د نظارت د بنسټونو او د مدنې ټولنې د غړو د ناظرینو شمیر ۱۲۱۰۰ تنو ته رسیږي".

هغه زیاته کړه، چې تر اوسه ۹ تنو نړیوالو ناظرینو ته هم اعتبارلیکونه ورکړل شوي او همدا شان یو شمیر زیاتو سفارتونو هم مراجعه کړې، خو تراوسه یې اسناد چمتو شوي نه دي.

ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ، چې له انتخاباتو څخه د نظارت لپاره د اعتبارلیکونو د ورکولو لړۍ د تلې په ۲۳مه پای ته رسیږي او له ټولو هغو اړخونو څخه یې، چې غواړي له نتخاباتو څخه نظارت وکړي غوښتنه وکړه، چې تر ټاکلي وخت خپل اعتبارلیکونه ترلاسه کړي.