امریکا حوثي یاغیانو ته د مرستو په برابروونکو ادارو او شخص بندیزونه ولګول

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې د پنجشنبې په ورځ، د ډسمبر ۲۸ (مرغومی اوومه) د یمن حوثي یاغیانو ته له ایران څخه د مالي مرستو د لیږد په تړاو پر یو شخص او درې بنسټونو بندیزونه ولګول.

د امریکا د مالیې وزارت د خبر له مخې، په دغو بندیزونو کې په صنعا کې د اسعارو د تبادلې د اتحادیې مشر او په یمن او ترکیې کې د اسعارو د تبادلې درې دفترونه شامل دي. دغو کسانو د ایران د سپاه پاسداران د یوه ملاتړي سعید الجمال په لارښونې چې د امریکا تر بندیزونو لاندې دی، په ملیونونو ډالر ایراني پلوه حوثیانو ته انتقال کړي دي.

د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په چارو کې د مالیې وزارت مرستیال براین نلسن وویل: "نننی اقدام، حوثیانو ته چې پر تجارتي بېړیو خطرناکو بریدونو ته دوام ورکوي او سیمه نوره هم بې ثباته کوي، د پیسو د غیر قانوني بهیر د محدودولو په لاره کې زموږ هوډ په ډاګه کوي."

نوموړي زیاته کړه: "امریکا به له خپلو متحدینو او شریکانو سره په ګډه د هغو مهمو شبکو په نښه کولو ته دوام ورکړو چې له ایرانه د حوثیانو او د هغوی د ملاتړو د بې ثباته کووونکو فعالیتونه لپاره زمینه هواروي."

ایران پلوه حوثي یاغیان چې د یمن پر ډیرو برخو کنټرول لري، په تیرو څو اونیو کې د جنوبي سور سمندرګي د باب المندب تنګي څخه په تیریدونکو بیړیو باندې په بریدونو سره د نړیوال تجارت سیستم ټګنی کړی دی. دغې ډلې ویلي چې دغه بریدونه پر غزې د اسرائیل د بریدونو په ځواب کې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر د یادو پورتنیو بنسټونو له لارې حوثیانو ته د ملیونونو ډالرو لیږد ته په اشارې سره وویل، چې په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې د نړیوالو بېړیو په وړاندې د دغې ډلې پرله پسې بریدونو په سیمه کې د ازاد تجارت بهیر ګډوډ کړی او همدارنګه د بې ګناه بیړۍ چلوونکو او ماڼوګانو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

هغه د یمن سواحلو ته نږدې په سوداګریزو بیړیو باندې د حوثیانو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه "د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه" وبلله، زیاته یې کړه: "د امریکا متحده ایالتونه به د حوثیانو سره د ایران له غیر قانوني مالي ملاتړ سره مبارزې ته دوام ورکړي."

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې د پنجشنبې د بندیزونو په لست کې؛ په صنعا کې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د اسعارو د تبادلې د اتحادیې مشر نبیل علي احمد الحذا ، په ترکیه کې د صادراتو او ټرانسپورټ یو شرکت او په یمن کې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې میشت دوه شرکتونه شامل دي.

د اسرائيل او حماس تر منځ له جګړې وروسته حوثي یاغیانو د اسرائیل کښتۍ هم په نښه کړې او په دې وروستیو کې یې په هغو کښتیو باندې، چې د اسرائیل سره د تړاو کومه نښه هم نه لري، بریدونه زیات کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ (ډسمبر ۲۲مه) د یمن حوثي یاغیانو لخوا په سور سمندر کې په سوداګریزو بیړیو باندې د توغندیو او ډرون بریدونو کې ایران په لاسوهنې تورن کړ.‌

امریکا ویلي چې پدې اړه د سرتیرو د احتمالي ځای پرځای کولو په ګډون په سختو اقداماتو غور کوي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا هغه تورونه رد کړل چې ګواکې پر سوداګریزو بیړو د حوثي یاغیانو په بریدونو کې تهران لاس لري.‌ د بهرینو چارو وزارت همداراز ویلي، چې حوثي یاغیان دغه بریدونه پخپله او په یواځې سر کوي.

حوثیانو خبرداری ورکړی چې په سرې بحیرې کې په کښتیو بریدونه به یې تر هغه وخته ادامه ولري تر څو پورې چې اسرائیل د غزې کلا بندې شوې تړانګې ته د دارو درملو او خوراکي موادو د ورتګ اجازه نه وي ورکړل شوي.