د امریکا د نیویارک په ښار کې پولیس وایي چې یو کس هغه خلک چې پیاده روان و په موټر وهلي، اته تنه یې وژلي او ګڼ شمیر نور یې ژوبل کړیدي.
د نیویارک ښاروال ویلي چې دغه یوه "بزدلانه ترهگریز برید" وو. چارواکي وایي چې برید کونکی د ازبکستان تبع دی چې په ٢٠١٠ کال کې امریکا ته راغلی و. دغه حمله کونکی سیف الله حبیب الله ایوچ سائپوف نومیده.
د نیویارک د ښار پولیس وایي چې برید کوونکي زخمي دی او پولیسو نیولی دی.
پیښه د منهاټن په سیمه کې د یو ښوونځي سره نږدې شویده.
جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په یو ټویټ کې لیکلي دي چې مونږ باید د اسلامي دولت ډله چې په منځني ختیځ او نورو سیمو کې مو ورته ماتې ورکړیده، ته اجازه ورنکړو چې بیرته راشي او یا امریکا ته رادننه شي.
We must not allow ISIS to return, or enter, our country after defeating them in the Middle East and elsewhere. Enough!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) October 31, 2017
د لومړنیو رپورټونو سره سم عیني شاهدانو وویل چې د شپږ یا اوو ډزو اوریدو نه وروسته یې پولیس ولیدل چې یو کس یې په ګونډو کړی و.
ځینو نورو عیني شاهدانو بیا ویلي دي چې د برید کوونکي سره ټوپک هم په لاس کې و خو پولیسو وروسته تائید کړله چې ټوپک اصلي نه و.