ټرمپ گواښ وکړ چې پر اروپايي موټرو مالیه زیاته کړي

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د پولادو او الومونیم د کمپنیو له رئیسانو دکابینې په یوه خونه کې د مارچ په اوله مجلس وکړ.

د تجارت پر سرناندریو په ترڅ کې د متحدو ایالاتو جمهوررئیس ډانلډ ټرمپ دشنبی په ورځ گو اښ وکړ که چېرې اوروپایي هېوادونه دده گمرکې تعرفو د زیاتولو د پلان په وړاندې انتقامي اقدامات وکړي، نو دی به پر اروپايي موټرونو مالیه زیاته کړي.

ولسمشر ټرمپ څه موده مخکې ویلي وو چې دی به د اروپایانو له خوانه امریکا ته پر واردو شویو پولادو او الو مونیم باندې گمرکې تعرفې ولگوي. او اروپایان له دې امله په غوسه دي. ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چی که اروپایان پرامریکايی اموالو تعرفی ولگوی، نو موږ به هم دهغو ی پر موټرو باندې د مالېې لگول زیات کړو.

Your browser doesn’t support HTML5

د تجارت پرسر دامریکا او اوروپا سرناندرۍ

ولسمشر ټرمپ د شنبی په ورځ سهار په ټویټر کې ولیکل :".. امریکا دکال اته سوه بلیون ډالره د تجارت غیرمتوازن تاوان لري، ځکه چې زموږ د تجارتي معاملاتوپالیسي گانې عاقلانه ندي. زموږ وظایف او پانگه نورو هېوادونو ته ورکړل شوېده. نورو هېوادونو له کلونوکلونو راهیسې له موږ نه گټه کړېده. هغوی په دې پوری خاندي چې زموږ مشران څومره بې عقل وو. نور به داسی نه کېږي.

د ولسمشر ټرمپ دا ټویټ داروپايی کمیسیون د رئیس ژان کلاد جنکر دهغه خبرداری په ځواب کې چې ویلي ېې وو اوروپايی ټولنه پر هر امریکايي محصول مالیه لگولی شی. ولسمشر ټرمپ په دې ټویټ ځواب ورکړ.

"..که چېرې اوروپا غواړي چی خپل زیات گمرکي محصول نورهم زیات کړي او دامریکا هغوی کمپنیو ته چی په اروپا کې تجارت کوي خنډونه پېدا کړي، نو موږ به دهغوی پرموټرو باندې چې زموږ هېوادته په ازادانه ډول راوړل کېږي مالیه زیاته کړو. هغوی زموږ موټرو ته داناممکنوي چي هلته خرڅ شي. دا په تجارت کې ډیر ستر عدم توازن دي!

په داحاضر وخت کې امریکا دوه اعشاریه پنځه فیصده گمرکي محضول پر هغوی موټرونو لگوي چی په اوروپا کې جوړ شوېدي، خو اروپایان دامریکا پر موټرونو چې په اروپا کې خرڅېږی لس فیصده مالیه لگوي.

ددې تېرې اونۍ په ا ولو ورځو کې ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې دې نیت لري په را تلونکیو ا ونیو کې پر وارد شویو پولادو پنځه ویشت فیصده اوپر الومونیم باندې لس فیصده گمرکی محصول ولگوي. هغه وویل چی داتعرفی به تر ډیرو خت پورې مرعي الاجرا وي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مکسیکو، او کاناډا سره د نفته او نورو هېوادونو سره د تجارتی معاملو په اړه وویل چې دی نوردیته اچازه نه ورکوی چی موږ په پټو سترگو لوټ کړي.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل: هیله ده مذاکرات به په بري سره سرته ورسیږي، که چېرې داسی ونه شول، نوموږ به لاډیر بریالي شو. موږ د نفته له امله له مکسیکو سره په تجارت کېدکال ٧١ بلیون ډالره خساره کوو.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل د چین جاپان او شمالی کوریا په شمول نورو هېوادونه هم له موږ سره داسی تجارتی معاملی لري چی دهغوی په گټه دي خوموږ پکې له خسارې سره مخامخ یو. ښاغلي ټرمپ وویل: موږ نوردیته اجازه نه شو ورکولی. موږ چېن ، جاپان او جنوبی کوریا په وړاندې هم ډیرې پېسې له لاسه ورکوو. همداسی نور و هېوادونو ته هم. هغوی په دې پوهېږی چې زه څه وایم. ماله هغوی ټولو سره خبرې کړی دی او هغوی په دې پوهېږی . داد هغوی لپاره لږ سخته ده چی ځکه هغوی د تېرو پنځه ویشتو کلونو په موده کې له دې حساب نه ځان ژغورلی دی.

ولسمشر وویل دی به دېته ادامه ورکړي چی د شمالی امریکا دازاد تجارت یانفته په اړه مذاکراتو ته ا دامه ورکړي. ځکه چې ا مریکا ډیرې پیسی پکې بایلي، نو پکارده اصلاحات پکې راشي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د غېرعاقلانه تجارتي معاملو په اړه دخپلې ادارې د پیل په وخت کې هم داقداماتو خبره کړي وه.