ټرمپ: په بغداد کې د امریکا د سفارت په برید کې ایران لاس لري

د امریکا د ولمسشر او د کانګرس ګڼو غړیو په ایران تور لګولی چې په عراق کې یې د امریکا پر سفارت د عراقي ملیشو په برید کې لاس درلود.

د حشدالشعبي ملیشه ملاتړي د سه شنبې په ورځ ( دسمبر ۳۱) په عراق کې د حزب الله د کتایب ډلې په سرتیرو د امریکا هوایي بمبار د غندلو په موخه د امریکا د سفارت وړاندې لاریون وکړ او هڅه یې وکړه چې د سفارت ودانۍ ته ننوځي.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر، دونالډ ټرمپ د دغې پیښې لږ ځنډ وروسته په خپل ټویټر کې وویل چې دغه برید ایران پلان کړی و.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې داسې لیکلي: "ایران د امریکا یو قراردادي وواژه او څو کسان یې ټپيان کړل. مونږ یې قوي ځواب ووایه او په راتلونکي کې به هم همداسې کوو. اوس ایران په عراق کې د امریکا پر سفارت برید پلان کړ. دوي به ددې کار جواب وایي. مونږ تمه لرو چې عراق به د امریکا د سفارت د خوندیتوب لپاره له پوره ځواک څخه کار واخلي. "

همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپيو د عراق له صدراعظم او ولسمشر سره تیلفوني اړیکه نیولې او هغوي ورته ډاډ ورکړی چې په عراق کې د امریکایي تاسیساتو کارکوونکو امنیت تامین دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، مورګان اورتګاس په خپل ټویټر پاڼه کې د مایک پمپیو او عراقي چارواکو تر منځ د خبرو اترو په اړه په پوره وضاحت معلومات ورکړي. هغې ویلي چې "ښاغلي مایک پمپیو د عراق چارواکو ته دا خبره په ډاګه کړه چې حکومت یې په عراق کې موجودو ټولو امریکایي اتباعو څخه ساتنه کوي."

همداراز په کانګرس کې د جمهوري غوښتنو مشهور سناتور، لندسي ګراهام په خپل ټویټر کې د ایران حکومت ته په خطاب کې لیکلي چې د ولسمشر باراک اوباما برخلاف، ولسشمر ټرمپ به د ایران څخه د ټولو دغو تهدیدونو پوښتنه کوي.

هغه په خپل ټویټر کې زیاته کړې: "ویاړم چې ولسمشر ټرمپ په بغداد کې د امریکا د سفارت د برید په ځواب کې قاطعانه عمل وکړ. هغه ټولې نړۍ ته وښوده چې د هغه په مشرتابه کې به د بن غازي په شان پیښې رامنځته نشي. "

تر دې وړاندې، یو بل جمهوري غوښتونکي سناتور، مارکو روبیو په خپل ټویټر کې ليکلي د دغې پيښې پړه په ایران اچولې وه او په اړه یې سخت غبرګون ښودلی و.

مارکو روبیو لیکلي چې"ایران په مستقیمه توګه په عراق کې د امریکا پر سفارت باندې برید کې لاس درلود او باید د ټولو هغو امریکایانو د امنیت پر وړاندې چې هلته کار کوي، مسئولیت ومني او ځواب یې ووایي. "